دخپریدو نیټه :شنبه ۲۲ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۰۴
د مطلب کود : 103817
۱۱ تنه ترهګر طالبان ووژل شول
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې بغلان ، کندز ، فاریاب ، غزنی ، پکتیکا او هرات ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۱۱ تنه ترهګر طالبان ووژل شول ، ۲ تنه ټپیان او ۳ تنه د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي ونیول شول .

په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .

همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ، ۶ کړۍ ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د ننګرهار او هلمند ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfymdyew6dxca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې