دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۹:۰۵
د مطلب کود : 100810
جمهور رئیس احمدزی: د عاشورا په ورځ د وینې ورکړه دې په یو سراسري کمپاین بدل شي
د افغانستان د جمهور رئیس ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي په مشرۍ د عاشورا د ورځې د ښې لمانځنې لپاره د امنیتي تدبیرونو د نیولو په موخه غونډه جوړه شوه.
په دغه غونډه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه او په هغه کې د اهل تشیع او اهل تسنن عالمانو، د افغانستان د دیني چارو د تنظیم د عالي شورا غړو او د هېواد امنیتي چارواکو حضور درلود، د عاشورا د ورځې د مراسمو د امنیت د ټینګښت، د هېواد د امنیتي ارګانونو او د ویر د مراسمو د تنظیمونکو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ په باب خبرې وشوې.
د هېواد جمهور رئیس په دغه غونډه کې د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې په دغه ورځ ټول اسلامي امت او اسلامي نړۍ ویرجنه وي او د دغې ورځې خاطره نه یوازې د تاریخ په پاڼو کې، بلکې زموږ په زړونوکې هم ثبت ده.
داکټر محمد اشرف غني احمدزي وړاندیز وکړ چې د عاشورا په ورځ دې اړو کسانو ته د وینې ورکړه په یوه سراسري کمپاین بدل شي او دغه مسله دې جدي وګڼل شي. ده همدا راز له ویرجنو ځوانانو وغوښتل چې په دغه ورځ دې له هغو حرکتونو څخه ډډه وکړي چې د خلکو د آزار سبب کیږي.
ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي د افغانستان اکسپرس په انګلیسي ژبې ورځپاڼه کې اسلام ته له سپکاوي څخه ډکې خپرې شوې مقالې ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې د دا ډول مقالو خپرول ټول اسلامي امت ته سپکاوی دی او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دغه مسله په جدي توګه تعقیبوي.
په دې غونډه کې آیت الله صالحي، نعمت الله غفاري او مولوي سرفراز د اهل تشیع او اهل تسنن د عالمانو په استازیتوب خبرې وکړې او له دولت څخه یې وغوښتل چې په ټول هېواد کې دې د ویر د مراسمو د امنیت تامین ته جدي پاملرنه وکړي.
دغو عالمانو د هېواد له رسنیو وغوښتل، د هغوپروګرامونو له خپرولو څخه دې ډډه وکړي چې د ویر له مراسمو سره په مغایرت کې وي.
دوی له ویرجنو کسانو وغوښتل چې د حساسیت پارونکو عملونو او هغو حرکتونو له ترسره کولو څخه دې ډډه وشي چې خلکو ته د مزاحمت سبب کیږي. دوی همدا راز وویل، په هغو سیمو کې چې د ویر مراسم نه ترسره کیږي، هلته دې تورې دروازې نه جوړیږي.
په دې غونډه کې د ملي دفاع وزارت سرپرست ستر جنرال بسم الله محمدي، د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین ستر پاسوال محمد ایوب سالنګي او د ملي امنیت د لوی ریاست سرپرست انجنیر رحمت الله نبیل د خپلو خبرو په ترڅ کې د هېواد جمهور رئیس او د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکړ چې په ټول هېواد کې د امن په فضا کې د عاشورا د ورځې د مراسمو د ترسره کېدو لپاره لازم تدبیرونه نیول شوي دي او د دغې ورځې د ښې لمانځنې لپاره د امنیتي ارګانونو او د ویر د مراسمو د تنظیم کوونکو ترمنځ همکاري او همغږي موجوده ده
https://avapress.com/vdcfyxdyxw6dxca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته