دخپریدو نیټه :جمعه ۲۹ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۲۱:۳۳
د مطلب کود : 138261
د مونیخ کنفرانس د پاکستان د منزوي کولو لپاره ښه فرصت دی
د مونیخ دريپنځوسم نړیوال کنفرانس دا ځل په نړۍ کې پر ترهګریزو پېښو او له دې پېښو سره د ټینګار پر څرنګوالي را ټول دی.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخې، سیاسي کارپوهان وایي، چې د مونیخ نړیوال امنیتي کنفرانس د پاکستان د منزوي کولو لپاره ښه فرصت دی.
افغان حکومت هیله من دی، چې دا غونډه به نړیوال په ترهګرۍ خلاف مبارزه کې همکاریو ته نږدې کړي.
سیاسي شونکی محمد اسحاق اتمر دغه غونډه د نورو پوځي مرستو د تر لاسه کولو او امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره مناسب وخت ګڼي.
هغه وایي، چې ولسمشر دې هغه سندونه نړیوالو ته ښکاره کړي، چې ښیي ترهګر د پاکستان له خاورې په افغانستان کې ترهګریز بریدونه کوي او هم یې پلانوي.
د نوموړي په وینا؛ په افغانستان کې روان جنګ کورنۍ جګړه نه ده؛ دا د هغو ترورستانو جګړه ده، چې اروپا، مرکزي آسیا او ان نړۍ ګواښي.
نوموړي زیاته کړې؛ ولسمشر دې د دغې ناستې غړي قانع کړي، چې د دوی مرسته د تروریزم په وړاندې باید روانه وساتل شي او په بشپړ ډاډ افغان ځواکونه د ترهګرو په وړاندې پیاوړي کړي.
د نړیوالو چارو کارپوه ادریس ستانکزی وایي، چې ولسمشر دې په دې غونډه کې د افغانستان په وړاندې د پاکستان ناوړه کړنې بربنډې کړي.
د نوموړي د خبرو له مخې؛ که مونږ د غونډې ګډونوال قانع کړل؛ نو کیدی شي د امریکا سیاست هم د خپل هېواد پر لوري را وڅرخوو او پاکستان اړ شي، چې د ترهګرو له روزنې او ملاتړ لاس واخلي.
سیاسي کارپوه شکیب منتظري بیا د دې غونډې پایلو ته چندان هیله من نه دي.
هغه وایي، د امتیازاتو د تر لاسه کولو لپاره باید ملاتړ کوونکي هېوادونه قانع شي. تر هغې ، چې افغانستان د نړۍ غوښتنې بشپړې نه کړي؛ له ورته ناستو به څه لاسته راوړنه ولري.
د آلمان د مونیخ دې دريپنځوسم امنیتي کنفرانس ته ولسمشر غني وینا کوي.
ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، چې ولسمشر به د ترهګرۍ د پنځمې څپې د خطرونو په تړاو نړیوالو ته خبرداری ورکړي او دوی ته به ووایي، چې اوس هم په افغانستان کې میشت ترهګر سیمه او نړۍ ګواښي او اړتیا ده، چې نړیوال له دې پدیدې سره په مقابله کې د افغانستان لاس نیوی وکړي.
https://avapress.com/vdcg379qqak9wx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته