دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۴۰
د مطلب کود : 141465
ایران پر شاهین قول اردو برید کرغېړن ترهګریز عمل وباله

د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت شورا دبیر علي شخاني، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر سره د تلیفوني مکالیمې پرمهال، وړمه ورځ پر ٢٠٩شاهین قول اردو، د ترهګرو هغه برید په سختو ټکو وغندلو، چې له امله یې د افغان ملي اردو سرتېري او افسران د مبارکې جمعې ورځې د لمانځه د ادا کولو پر مهال شهیدان او ټپيان شول.

د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)، ‏‎د ایران د ملي امنیت شورا دبیر د دې پېښې له امله د افغانستان د ملي امنیت سلاکار، د دولت مشرتابه او خلکو ته د خپل ملت او دولت په استازیتوب د ژور تسلیت مراتب وړاندې کړل او یو ځل بیا یې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د ګ‌‌‌‌‌‌ډو سیمه ییزو ګټو د خوندي کولو په موخه له افغان دولت سره د خپل هېواد پر یووالي او ژمنتیا ټینګار وکړ.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر، د ایران د اسلامي جمهوریت له خواخوږۍ او ډاډګېرنې مننه وکړه او له ترهګرۍ سره مشترکه مبارزه یې د سیمې د هېوادونو اړتیا وبلله. د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر، پر ۲۰۹شاهین قول اردو برید په اړه وویل، چې امنیتي ځواکونه به له دښمن د دې ډارن عمل غچ واخلي او د امنیتي ځواکونو په لیکو کې پر بې پامۍ او له دښمن سره پر یو لاسۍ ګرم کسان به د قانون منګولو ته وسپارل شي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg3q9qnak9tt4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته