دخپریدو نیټه :شنبه ۲۹ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۲۸
د مطلب کود : 104169
بېک : د ټولو ولایتي شوراګانوي غړي به ژر کابل ته را وغوښتل شي
د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې سرپرست او د مالي او اداري چارو معین متین بېک، د شنبه پر ورځ د بلخ ولایتي شورا له رییس محمد ابراهیم خېر اندېش او یو شمېر غړو سره په لېدنه کې و ویل، چې ډېر ژر به د افغانستان د ټولو ولایتي شورګانو غړي په دریو پړاوونو کې کابل ته راوغوښتل شي او له نوې
د ندې سره پر اړوندو مسایلو به درې ورځني ورکشاپونه ورکړل شي. بېک د بلخ ولایتی شورا غړو ته د نوې دندې د پیلولو مبارکي ورکړه او د خلکو استازیتوب یې دروند مسوولیت وباله. د سیمه ییزو اورګانونو ادارې سرپرست د بلخ ولایتي شورا له غړو غوښتنه وکړه، چې په سیمه ییزه اداره کې د چارو د شفافیت، د
خدماتو په عرضه کې د خلکو د ګډون او د بیارغونې چارو له کیفیت څخه د څارنې په برخه کې له سیمه ییزې ادارې سره همکاري وکړي.د بلخ ولایتي شورا رییس ابراهیم خېر اندېش د نورو په استازیتوب، د سیمه ییزو اورګانونو ادارې له ملاتړ او همغږۍ څخه مننه وکړه او خپلې یو شمېر تدارکارتي او مالي ستونزې د
سیمه ییزو اورګانونو ادارې له سرپرست سره شریکې کړې.
د سیمه ییزو اورګانونو ادارې سرپرست اړوندو رییسانو ته د بلخ ولایتي شورا د ستونزو د هواري لارښوونه وکړه.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcg3t9qyak9zq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته