دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۴۴
د مطلب کود : 117165
د افغان جګړې د ټپيانو درملنه د کراچۍ په روغتونونو کې کېږي
د سند ايالت جګپوړي امنيتي چارواکي دا ادعا په داسې وخت کې کوي چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې ترورېستي بريدونه او همداراز له افغان امنيتي ځواکونو سره د وسله والو مخالفينو نښتې ډېرې شوي چې دواړو خواوو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سند د پوليسو مشر غلام حيدر جمالي د يکشنبې په شپه ناوخته د دې ايالت په حيدر اباد ښار کې له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې په دې وروستيو کې يې په دې ايالت کې د ترورېستانو پرضد سترې برياوې ترلاسه کړي چې يوه هم په کې د افغان جګړې د ټپيانو نيول دي.

نوموړي په دې اړه وويل:

((په دې وورستيو کې موږ درې - څلور ډېرې ښې برياوې ترلاسه کړي دي چې له هغې دلې نه يوه هم د هغو خلکو نيونه ده چې په افغانستان کې په ځينو نښتو کې ټپيان شوي او دلته د کراچۍ په بېلابېلو روغتونونو کې د درملنې لپاره بستر شوي وو؛ موږ هغوى نيولي دي.))

که څه هم غلام حيدر جمالي په کراچۍ کې د افغان جګړې د ټپيانو د نيولو اعلان وکړ او دا يې ستره بريا وبلله؛ خو د دغو نيول شويو ټپيانو د هويت او د هغوى د ډلې ټپلې په اړه يې څه ونه ويل.

نوموړي همداراز د دې يادونه هم ونه کړه چې دا ټپيان د چا له خوا راوستل شوي؛ خو ويې ويل چې د پېښې په اړه يې تحقيقات پيل کړي او په دې کې ککړو خلکو ته به سخته سزا ورکړي.

د سند ايالت د پوليسو مشر په کراچۍ کې د افغان جګړې د ټپيانو د نيولو خبر په داسې وخت کې ورکړى چې په دې وروستيو کې د اسلام اباد او کابل اړيکي يو ځل بياد افغان دولت د هغو تورونو له امله ترينګلي شوي چې وايي؛ افغان طالبان د پاکستان خاوره د افغان دولت پر ضد کاروي.

د راپورونو له مخې، افغان ولسمشر محمد اشرف غني څو مياشتې مخکې د يو ليک په استولو سره له پاکستاني چارواکيو د سولې لپاره د عملي ګامونو د پورته کولو تر څنګ غوښتي وو چې د دغه هېواد په روغتونونو کې دې د ټپي طالبانو د درملنې مخنيوى وکړي.

د يادونې وړ ده چې د پاکستان امنيتي ځواکونو د تېر ٢٠١٤م کال د ډسمبر په ٢٥مه نېټه د پېښور په نوتهيه نومي سيمه کې هم پر يوه کور چې وسله والو د روغتون په توګه کاروه؛ چاپه اچولې وه او نزدې ٣٥ ټپي وسله وال يې په کې نيولي وو.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg3u9qnak9qq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته