دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۵۴
د مطلب کود : 99786
کابل: دوو انتحاري حملو اووه سرتیري ووژل شول او د دوو ملکیانو په ګډون يي ۱۹تنه ټپیان کړل
دفاع وزارت وایې، په کابل کې نن سهار په دووانتحاري حملوکې د ملي اردو اووه سرتیري ووژل شول او د دووملکیانو په ګډون نولس تنه ټپیان دي.
د دفاع وزارت ویاند ظاهرعظیمي نن ازادۍ راډیو ته وویل، چې لومړې حمله د کابل ښارد کارتې چهارپه سیمه کې وشوه چې په کې اووه سرتیري ووژل شول او پنځلس تنه ټپیان شول.
نوموړی وایې، دوهمه حمله د ده سبز ولسوالۍ مربوط په تنګي تره خیل کې شوې چې په کې دوه د ملي اردو سرتیري او دوه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
د یو بل خبرله مخې، د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک ازادۍ راډيوته وویل چې، نن سهارپه میوند ولسوالۍ کې د سړک د غاړې ماین په چاودنه کې څلور پولیس ټپيان شوي دي.
وسله والو طالبانو د کابل او کندهار د پیښو مسولیت منلی دی.
اخوا د کندزد امنیې قومندانۍ چارواکو هم ازادۍ راډیو ته وویل، چې نن ترغرمې مخکې د کندزپه ښارکې د یوه چسپکي ماین په چاودنه کې شپږ ملکي وګړي ټپیان شوي.
د کونړ امنیتي مسولین هم وایې چې، له تیرې شپې راهیسي پردغه ولایت د پاکستان له خاورې څه باندې څلویښت توغندي توغول شوي خو تلفات نه لري.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcg3u9y.ak9y74g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته