دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۵ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۳۱
د مطلب کود : 132663
جنرال دوستم: زه د اشرف غنی لخوا نه یم لومړی معاون سوی او هغه نه سی کولای چی دا پست زما څخه ونیسی.
جنرال دوستم د ریاست جمهوری خبروته چی په ارګ کی دده دخبرو د غلط بللو په اړه وویل سو په عکس العمل سره وویل: زه د اشرف غنی لخوا نه یم لومړی معاون سوی او هغه نه سی کولای دا پست زما څخه ونیسی. د افغان غږ خبری آژانس دخبر ګزاری له مخی د رییس جمهور لومړی معاون نن په خپل اظهاراتو کی، اشرف غنی یو ځان غوښتونکی کس وبلل او ویل: دا چی یو کس د هیواد ټول چاری په لاس کی ونیسی، صحیح نه دی او دقبول وړ نه دی په داسی ډول چی یو ولسوال هم هغه ټاکی. جنرال دوستم، رییس جمهور د خپل په صلاحیت کی په دخالت تورن کړ او اضافه کړ: موږ د داکتر عبدالله د طرحی د اجرا طرفدار د لویی جرګی د جوړولو په اساس یو چی قدرت تقسیم سی. هغه رییس جمهور ته په توصیی سره وویل چی د ملت احساساتو ته چی د غلبوزی د کور په شان سوی دی، نور لاس ونه وهی. دا په داسی حال کی دی چی جنرال دوستم د غورماچ څخه دبیرته ګرځیدو وروسته، د ملی امنیت شورا د خپل ځان په ترور متهم کړ. هغه وویل چی حنیف اتمر د امنیت ملی مشاور، معصوم استانکزی د ملی امنیت رییس او سلام رحیمی د چارو د اداری رییس یو خاص حلقه وبلل چی د اشرف غنی په شاوخوا کی ګرځی او خپل خبری په قبلوی. همداسی د رییس جمهور لومړی معاون ادعا کړی وو چی د هغه د کاروان موټران په شمال کی د امنیت د شورا لخوا تربرید لاندی راغلی وو او هم معصوم استانکزی یی د طالبانو سره په لاس درلودلو تورن کړی وو. او هغه وویل چی د عبدالله عبدالله لپاره یواځی تاجکان مهم دی او داشرف غنی لپاره پشتانه او که دا پشتانه لوګری وی دهغه لپاره ډیر مهم دی. خو د جنرال دوستم د خبرو په عکس العمل سره د ریاست جمهوری ارګ د یو اعلامیی په اساس وویل، بهتره دی چی د هیواد د تصمیماتو لپاره لوی او مختلف لاری او راهکارونه ولټول سی او د ټولو رایو د کتو وروسته د اجرا کیدلولپاره تصمیم ونیول سی او داډول خبری د حکومتی او دټولو د تصمیم د دایری څخه دباندی دی او د دشمن لپاره فرصتونه رامنځته کوی. ریاست جمهوری ویلی دی چی دا اتهامات و ټول پوښتنی او تحقیق ته اړتیا لری او باید د عدلی او قضایی ارګانونو په واسطه تر تحقیق لاندی ونیول سی. دا په داسی حال کی دی چی جنرال دوستم په خپلو تیر ورځی خبرو کی ویلی وو چی د حکومت ددوهم شخص په عنوان د مسایلو څخه خبرتیا لری او په خبرتیا سره دا خبری کوی او امکان لری چی دارګ ویاندونه دا خبری رد کړی.
https://avapress.com/vdcg3x9qwak9w34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته