په زابل کې سیمه ییز چارواکي وایي، چې د ترافیکي پېښې له کبله څلور کسانو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپيان دي.
د زابل د شهر صفا ولسوال عبدالصمد درانی وايي، نن غرمه یو ۳۰۳ بس د شهر صفا بازار ته نږدې له یوه فولدر موتر سره ټکر کړی، چې له کبله یې څلور کسه مړه شوي او دوه نور ټپیان دي.
هغه زیاتوي، دا کسان د فولدر موټر سپرلۍ وې.
نوموړی دغه راز په ډاګه کړې، چې د بس موتر چلوونکی تښتیدلی او پولیس هڅه کوي، چې پیدا یې کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)