دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۵۰
د مطلب کود : 139369
فرانز مایکل میلیین؛ د اروپا اتحادیی سفیر په افغانستان کی وایی چی د سردار محمد داوود خان نظامی روغتون باندی برید د طالبانو کار وو.
هغه وویل چی دا اتحادیه د هغه هڅو سره مخالف دی چی طالبان خپلو اهدافو ته تشویقوی او ترغیبوی. لکه د هغه په وینا هغوی بی رحمه جنګ د افغانستان د خلګو په وړاندی ترسره کوی.
د اروپا اتحادیی سفیر وایی چی طالبان په بیلابیلو بریدونو کی چی ترسره کوی، غیری نظامی فوق العاده تلفات منځته راوړی.
هغه وویل چی تیری ورځی موږ د کابل پر روغتون باندی د طالبانو د برید شاهد و چی په هیڅ ډول سره د توجیی وړ نه سی کیدلای.
د افغانستان مقامات هم ویلی دی چی دا برید د طالبانو په مرسته سازمان دهی سوی وو.
دولتی سرچینی باور لری چی طالبانو ډله د په ښارونو او افغانستان نورو مناطقو کی د نظامی بریدونو د ترسره کولو وروسته په هغه صورت کی چی د غیری نظامیانو تلفاتو سبب سی، د هغه د مسؤولیت د منلو څخه ځان باسی.
کارپوهان وایی چی ټوله نشانی ددی څخه دی چی د کابل وژنی طالبان ترسره کړی دی. دا ‌ډول برید د ترسره کولو ډول، هیڅ توپیر د طالبانو د لوری د تیرو بریدونو سره نه درلوده.
په دی حال سره، ددی څخه صرف نظر کولو سره چی طالبان د کابل برید مسؤولیت قبول کړی او که نه، د تحلیلګرانو په باور، ددی ډلی په تروریستی توب کی، هیڅ شک نسته. هغه ډله چی د ۲۰ کالو څخه دی چی خلګ، دولت او د افغانستان امنیتی ځواکونه په بی رحمی سره وژنی او تروروی، لاری خرابوی، ښارونه په وینو لړی او  بی ګناه غیری نظامی کسان حتی د مریضی په بستر کی او په روغتون کی، تر هدف لاندی نیسی، څنګه کیدلای سی یو تروریستی ډله په حساب رانه سی.
بناپردی، منتقدان دا پوښتنه رامنځته کوی چی کوم کسان د اروپا اتحادیی سفیر په تعبیر سره په افغانستان کی هڅه کوی، تر څو طالبانو سره د هغوی مقصدونوکی تشویق او ترغیب وکړی؟
دا هڅی په کوم هدف سره ترسره کیږی او کوم نتیجی او پیامدونه په قبال کی درلودلی دی؟
ددی هڅو درانده مصرف کوم کسان ورکوی؟
ولی داسی کسان د نظام په دننه کی شتون لری او د نظام د امتیازاتو څخه ګټه اخلی تر څو د ملا عمر لپاره، د ختم مراسم ترسره کړی او ددی جنایتکارانه رهبارنو خونړي رهبران ددی تروریستی ډلی دا تطهیر او تلطیف کړی؟
حامد کرزی؛ پخوانی ولس مشر ددی هڅو په لړ کی قرار درلودی او لری. هغه په آخیر کی او پر ۴۰۰ بستریز داوود خان روغتون باندی برید وروسته په یو عمومی ناسته کی وویل چی موږ نه سو کولای مسلح مخالفان ملامت کړو!
همغه هغه وو چی په خپل ۱۴ کالو ولس مشرتوبی کی د طالبانو هغه خونین او وحشتناکه صحنو څخه چی منځته راوړی دی، هر وخت هڅه کړی دی دا ډله د ټولو جنایتونو څخه تبرئه کړی تر څو هڅی یی سولی لپاره خپل ثمر ته ورسیږی.
د کرزی وروسته بیا هم هغه نحسه روند چی د تروریستانو سره د مصالحی لپاره پایه ګذاری سوی وو، ادامه پیدا کړ.
د ملی وحدت دولت هم ډیر هڅه وکړه تر څو طالبان د سولی او آشتی میز ته وکاږی؛ خو نتیجه همغه وو چی د کرزی په وخت کی ترسره سوی وو: طالبان آشتی پذیر نه وو. هغوی هر ځل د دولت سولی غوښتنه په انتحاری او ګلولی او بمونو سره ورکړ.
تازه او آخرنۍ نمونه یی، د سردار داوود خان پر روغتون باندی جنایتکارانه برید وو.
څیړونکی وایی چی ظاهرا کیسه ددی څخه دی چی دولت د طالبانو په وړاندی د خپل استراتژی د بیا تعریف په هڅه کی دی؛ خو دا یواځی د کار ظاهر دی. شاید د فضا د آرامیدو وروسته او د نیوکو د منځه وړلو سره تیر روال ته وګرځی او د طالبانو تروریستی توب، د دولت د سولی په هڅو کی، یو ځل بیا نادیده ونیول سی او د یاده وایستل سی.
طالبان هم د کابل د برید مسؤولیت نه دی قبول کړی؛ شاید ددی لپاره چی دولت ددی همیشګی تګلاری په عملی کولو کی مرسته وکړی. هغوی شاید مسؤولیت نه دی قبول کړی تر څو د دولت سولی روند په کامل توګه د بندون سره مخامخ نه کړی او همداسی دا روند سره لوبی ته ادامه ورکړی.
خو دا د پوهانو او او منتقدانو وظیفه دی چی اجازه ورنه کړی همداسی د خلګو وینی او افغانستان امنیتی ځواکونو وینی څخه د طالبانو د ترور او وژنی د ماشین د حرکت لپاره ورڅخه ګټه واخیستل سی.
دولت باید په دی برخه کی خپل صداقت ثابت کړی. د کابل اخیر برید په اړه، وحشتناکه ابهامونه شتون للری چی د دولت له لوری صداقت او شفافیت ته اړتیا سته.
مستقل تحقیقات داوایی چی لږ ترلږه ۱۰۰ تنه د کابل په برید کی وژل سوی دی. یو عینی شاهد ویلی دی چی هغه د سردخانه په ورودی کی، ۵۷ جسدونه شمیرلی دی؛ خو هغه ته نور د پاته کیدو اجازه ورنه کړل سو. د فرانسی خبرګزاری څیړنی هم دا ادعا قبول کړی دی او وایی چی د تلفاتو شمیر ۱۰۰ تنه وو. ددی څیړنی په اساس، حتی مریضان د روغتون په بسترونو کی چاقو په خوړلو سره وژل سوی دی!
دا په داسی حال کی دی چی دولت یواځی د ۵۱ کسانو مرګ قبول کړی دی.
نور څیړنی هم وایی چی د برید زمینه جوړونه، ددوو کسانو کاروو چی مخکی د دفاع وزارت ارشد مقاماتو له د امضا په واسطه، استخدام سوی وو.
نو یواځی طالبان ددی جنایت مسؤول نه دی. دا دوسیه خوف ناکه نور ابعاد هم لری چی باید ورته رسیدګی او پرده ځینی پورته سی.
https://avapress.com/vdcg3y9qyak9ww4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته