دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۵ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۲۰:۵۹
د مطلب کود : 100064
د کورنیو چارو وزارت وایي د پغمان د پېښې عاملین سبا ته اعدامیږي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، سبا به هغه پنځه تنه اعدام شي، چې په پغمان ولسوالۍ کې یې د یوې کورنۍ پر ښځینه غړو جنسی تیر کړی دی.
د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي نن خبریالانو ته دا خبره تایید کړه؛ خو ویې نه ویل، چې دغه کسان به څنګه او د کابل په کوم ځای کې اعدامیږي:
"هغه کسان چې د پغمان په پېښه کې لاس درلود؛ د هغه راپورونو له مخې چې موږ اوریدلي دي؛ سبا ور باندې د اعدام حکم تطبیق شي؛ دقیق جزیات نه لرو، چې څه وخت او پرڅو بجې."
د پغمان د پیښې پنځو عاملینو ته د ایستیناف محکمې د اعدام سزا واوروله؛ چې وروسته پخواني ولسمشر حامد کرزي د واک په وروستیو ورځو کې هغه حکم توشیح کړ.
دا په داسې حال کې ده، چې د بښنې نړیوال سازمان یا امنیسټي انټرنیشنل له ولسمشر اشرف غني احمدزي نه غوښتي؛ چې د دغو کسانو د اعدام حکم لغو کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg3z9qtak9zz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته