دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ جدی ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۲۱
د مطلب کود : 120567
په کومه ګناه ووژل شول؟
خبرونه، د نایجریا داسلامي خوځښت د رهبر« شیخ زکزاکي» له ټپې کېدلواود« زاریا» په ښاریاندې دنایجریا دنظامیانوپه جنایتکاربریدکې، دهغه له بندي توب څخه حکایت کوي، په همدې حال کي دنایجریا نظامیانوپه یوه خبري کنفرانس کې، ددې هېواد داسلامي خوځښت دلارښودنیول تائېدکړل.

دنایجریا داسلامي خوځښت ویاند همـ اعلان کړل چې ددې خوښت لارښود، په څلورمرمیو لګېدلی، کلک ټپي شوی او بیانیول شوی دی.

موسی ابراهیمـ وویل: «شیخ ابراهیمـ زکزاکي» ددوشنبې په ورځ، په خپل تخریب شوي کورکې، دسرتېرو له خوا ونیول شو، هغه په یوه داسې خونه کې ؤچې دنانجکونو دانفجارله اورڅخه په امن کې پاتې ؤ. هغه دوژل شودسمېرپه اړه وویل: « نه شمـ کولای چې دوژل شوو دیقق شمېردرکړمـ، خودهغوشمېرډېرزیات وو، ځکه چې ډېروکسانو دشیخ دکور دساتنې له پاره دسرتېرودیرغل په وړاندې شتون موندلی ؤ».

دنایجریا دسلامی خوځښت ویاندهمدارنګه وویل: نظامي ځواکونه په باروړونکي موټرکې، د شیخ داوسېدودمحل له نژدې څخه دشهید انودراټولولوپه حال کې وو!!

دنایجریا داسلامي خوځښت دویاند په وینا، دشیخ زکزاکي مېرمن اوزوی دوژل شووله جملې څخه دي. پدې حال سره د ناظرانو لویه ډله، پدې عقیده دې چې دابرېد، په ماهیت کې جنایتکارانه اوددې جنایت ابعاد ډېرخطرناک اوټکان ورکوونکي دي.

خبرونه له (۵۰۰ څخه تر۸۰۰ تنوپورې)د وژل کېدو حکایت کوي، که څه چې د افریقا په څېریوه بیوسه، فقېره اوجګړه ځپلې وچه کې، ددومره انسانانووژل کېدل څه سخت اومشکل کارنه دی، خوکله چې نایجریا په څېردیولوی هېوادنظامیان په یوکاملآ هدفمند اوپلان شوي اقدامـ کې، په رڼاورځ، دانسانانولویه ډله یوازې دهغوئ په یواسلامي دین باندې، د ایمان او عقېدې په خاطر، دمرمیوترباران لاندې راځي اوقتل عامـ کوي يې، داله تردید اوشک پرته، یوهيبتناک اونه بښونکی جنایت دی.

څرګنده ده چې پدې ډول مورادوکې څوک، دلوېدیځو بشري حقونوپه اصلاح، له غرض اوشرمـ نه ډک سکوت یاد ملګرو ملتو اومسلمانوملتونوپه ټولیزبرخلیک باندې دمسلطوو لاسپوڅو اوعقیمو رژیمونو تماشاګرې ته نه ګوري، یوازې دهغو زړه نرموونکوتصویرونو تماشا کوي چې لدې بوږنوونکې پېښې څخه خپاره شوي اودهرڅه په اړه وضاحت ورکوي.

دنایجریا مزدوراو فاشیست دولت، ددې افریقايي ډېرو ګړیزهېواد، د(۱۵) میلیونوشیعانو پرضد دجګړې اعلان کړی، هغوئ یوازې دخپل ایمان اوعقیدې په خاطر وژل شوي، پداسې حال کې چې نه وسله وال وو اونه يې دواکمن حاکمـ رژیمـ پرضد، دجهاد یاکودتا اعلان کړی ؤ، کېدای کېدای شي پرنایجریا جنایتکاراووینې څښوونکی واکمن رژیمـ وکولای شي لوېدیځ، عربي دولتونه اودهغوئ دبشري حقونوتابع سازمانونه، دهغوئ دتوندې داشباع په مرسته، هغوئ په نفتوقانع کړي، څوددې جنایت په نسبت چوپ پاتې شي، خودکړنه به ددغه فجیع اونامردانه قتل عامـ، جنایت زېږوونکي ابعاد به لږنه کړي!!!

داپېښه درست، دسبزکال دحج دمراسموپه جریان کې، دلوی اخترپه ورځ، دخدای(ج) د دکورد زیارت کوونکو دقتل عامـ ترڅنګ، دعرفات په دسته کې، دیمن دبې ګناه اوغېرنظامي خلکو هیبتناک اوخطرناک بمباران، دلبنان دبرج البراجنه هیبتناک بمباران، دعراق اوسوريې دمظلوموخلکو فاجعه زېږوونکې وژنه، په کویټ کې پریومسجد باندې ځان وژونکی برید، دپاکستان دکوېټې اوباړه چناربمونه ایښودل، دعربستان په قطیف کې بمـ ایشودنې اوبند یانول اوپراخه سرکوبونه، دبحرین دپراخ اوسازمان موندونکې اکثریت بدلون غوښتلوسرکوب، د اذرباییجان دشیعیانوسرکوب اوبندیانول، اوپه پای کې، دافغانستان په ډېروسمیوکې دبې دفاع غېرنظامیانو په سرپرېکولو اومرمیوباران ته ودرول، یوازې ددوئ ددیني اعتقاداتو اومذهبي مسلک په دلیل، دمذهبي کینې اونفرت له مخې یوذاتي فاشیستي اقدامـ دی اوداسې ښکاري چې پرنایجریا باندې حاکمـ رژیمـ، په ښکاره توګه له نورو دینی اواسلامي رژیمونو اوهمدارنګه دسیمې اوله سیمې اخوا ددین ضد اواسلامـ ضد رژیمونو څخه دستوراخلي اودیوځانګړي مسلک دپېروانو دقومي تفرقه اچونې دوپروونکې پروژې پرلارعمل کوي.

پدې حال سره، ډېروتاریخي تجربو ښودلې ده چې امکان لري، زکزاکیان، شیخ سلمانان، او ډېرنمریان آیت الله ګان، ديوې ګډې موخې قربانیان او زمونږ له منځه لاړشي، خوهغه څه به چې پرځای پاتې شي، هغه دمبارزې ائین اومسلک دی؛ هغه آئین اومسلک چې دحق داحقاق، دعدالت داستقراراودحسیني دسورخط داستمرارلپاره دجهاد پرنبسټ پېل شوی او دمهدوي شین نهضت ترتحقق پورې به ادامه ومومي!!!
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg3z9quak9xn4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته