دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ حمل ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۴۷
د مطلب کود : 88698
د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې د ملي اردو یو سرتېری په انتحاري برید کې ووژل شو
د لوګر سیمه ییز چارواکي وايي چې؛ نن سهار په څرخ ولسوالۍ کې یو ځانوژونکی حمله کوونکی هدف ته له رسېدو مخکې په ځان پورې تړلي موادو ته چاودنه ورکړه چې؛ د ملي اردو یو سرتیری په کې ووژل شو او څلور نور ټپیان شول.
د څرخ ولسوال خلیل کمال ازادي راډیو ته وویل؛ انتحاري غوښتل چې یوه جومات ته ننوځي، چې د ملي اردو د سرتیرو له ممانعت سره مخ شو او چاودنه یې وکړه.
چارواکي وايي، په څرخ ولسوالۍ کې د تېرو دولسو ورځو راهیسې د دې لپاره پوځي عملیات روان دي چې؛ انتخاباتو ته امنیت ټینګ شي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcg7397.ak97y4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته