دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۱۳:۲۴
د مطلب کود : 116986
۱۷۷ تنه د افغانستان د خلکو او خاورې دښمنان د امنیتی ځواکونو د بېلا بېلو ګډو چاڼېزو عملیاتو پرمهال ووژل شول

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو، ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزوعملیاتو په پایله کې چې په ننګرهار، کاپیسا، کندز، کندهار، ارزګان، غزنی، پکتیکا او پکتیا ولایتونو په اړونده سیمو کې ترسره شول، ۱۷۷ تنه د افغانستان د خلکو او خاورې دښمنان ووژل شول ۲۹ تنه ټپیان او ۸ تنه د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي ونیول شو.

په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

یاد عملیات چې د دښمنانو څخه د سیمو د پاکولي او د سیمو خلکو ته د خوندي امنیت ټینګښت په موخه په لاره اچول شوي وو په پوره بریالیتوب سره اوس هم روان دي.

همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ، ۴ کړۍ ماینونه چې د افغانستان د دښمنانو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د تخار، پکتیکا او پکتیا ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول .


د افغانستان ملي امنیتي ځواکونو په ځانګړې توګه د هېواد ملي پولیس د دښمنانو په ځپلو او لمنځه وړلو کې خپلو کړنو ته جدیت او سرعت ورکړی څو د افغانستان نجیبو خلکو ته د خوندي امنیت په موخه لا زمینه برابره کړي او په دغه لار کې به د هیڅ راز سپمونو څخه ډډه ونه کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg739q3ak9qy4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته