دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۰۵
د مطلب کود : 136489
داعش به خامخا ماتېږي
د امریکا د ولسمشر په توګه بارک اوباما په خپله وروستۍ وینا کې ټينګار وکړ چې داعش به هرومرو له منځه ځي او هغه کسان چې امریکا ته ګواښ ګڼل کېږي، د نړۍ په هېڅ ځای کې به په امن نه وي.
د افغان غږ خبری آژانس آژانس د خبرګزاری له مخی : د اوباما وایی د اسلام په نوم، د امریکا دموکراسۍ ته مخامخ بشري ضد او مذهبي ګواښونه په امریکا د توغندیو او بمونو له بریدونو ډېر خطرناک دي.

بارک اوباما د امریکا د ولسمشر په توګه د خپلې وروستۍ وینا له پاره شیکاګو غوره کړه، چېرې چې نوموړی پکې زېږېدلی دی. اوباما د امریکا د څلور څلوېښتم ولسمشر په توګه لس ورځې وروسته سپینه ماڼۍ پرېږدي.

د امريکا جمهور رييس اوباما وايي: “ستاسو له پاره اوس امریکا تر هغه وخت ډېره خوندي ده چې ما کار پیل کړ. لس ورځې وروسته به د امریکا د دموکراسۍ د اصالت ننداره وي چې یو ټاکل شوی ولسمشر بل ټاکل شوي ولسمشر ته څوکۍ پرېږدي. ما له ټرمپ سره ژمنه کړې چې قدرت به په ډېره اسانه او پرته له کومې ستونزې ورته سپارم، لکه څنګه چې بوش ما ته سپارلی و.”

اوباما په خپله دغه وینا کې د افغانستان اوږدې جګړې ته اشاره ونکړه، خو ټينګار یې وکړ چې داعش به هرومرو ماتېږي.

اوباما زیاتوي: “مونږ د اسامه بن لادن په ګډون لسګونه زره ترهګر ووژل. د داعش په خلاف کوم نړیوال اېتلاف چې مونږ رهبري کوو، د هغوی سم نیم مو له منځه وړي دي. داعش به مات شي او هر هغه څوک به خوندي نه وي چې امریکا ته ګواښ وي. مونږ باید هوښیار وو، او وېره ونه لرو. داعش به د بې ګناه کسانو وژنې ته ادامه ورکړي، خو امریکا به ماته نه شي کړای.”

اوباما وايي چې په اته کلنه دوره کې یې هېڅ سخت دریځه ډله بریالۍ نه شوه چې پلان جوړ کړې او په امریکا برید وکړي، خو زیاتوي چې د اسلام په نامه سخت دریځې ډلې، په امریکا د میزایل او بمونو له بریدونو، ډېرې خطرناکې او ګواښونکې دي.

اوباما وايي: “د قانون له مخې ټينګ شوی نظم، دموکراسي، بشري حقونه او مذهبي ازادي، د هغو تعصبګرو او کرکجنو له ګواښ سره مخامخ دي چې د اسلام له نوم څخه استفاده کوي. دا ډلې تر موټر بم او میزایل بریدونو ډېر د دموکراسۍ له پاره خطرناک دي.”

په پنتاګون کې بیا د امریکا دفاع وزیر له خپلو سرتېرو او پوځيانو سره د مخه ښې په مراسمو کې یوازې یو ځل د افغانستان یادونه وکړه.

د امریکا د دفاع وزیر اشتون کارټر وايي: “په افغانستان، عراق او سوریه کې زمونږ د سرتېرو رول دا دی چې سیمه يیز ځواکونه په خپلو پښو و درېږي. دا یو مهم کار دی، خو باوري یم چې دا کار زمونږ وګړي په خطر کې اچوي.”

اوباما وویل چې د خپلې واکمنۍ په ټوله دوره کې یې هڅه وکړه چې د ترهګرۍ په خلاف مبارزه قانوني کړي. ده وویل چې شکنجې او ربړولو ته یې پای ورکړي او د ګوانتانامو د زندان د تړلو هڅې یې کړې دي. اوباما په خپلو خبرو کې دې ته هم اشاره وکړه چې ګواکي د امریکايي له مسلمانانو سره د تبعیضي چلند مخالف دی.
https://avapress.com/vdcg739qyak9wt4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته