دخپریدو نیټه :سه شنبه ۶ عقرب ۱۳۹۳ ساعت ۱۱:۲۴
د مطلب کود : 101180
د امنیتی ځواکونو دبېلا بېلوګډو چاڼېزو عملیاتو په لړکې۲۴ تنه ترهګر طالبان ووژل شول

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ  او ملي امنیت ځواکونو  د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې غزنی ، کاپیسا ، زابل، میدان وردک ، ننګرهار او پکتیکا ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۲۴ تنه  ترهګر طالبان  ووژل شول،  ۲ تنه ټپیان او ۲ تنه د امنیتي ځواکونو له لورې  ژوندي ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه  اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي  .
همدا راز  د ملي پولیسو منسوبانو تېره  ورځ ،۳۰ کړۍ  ماینونه  چې د طالب ترهګرو له لورې  د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه  د هلمند او بغلان ولایتونو  په  اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcg7q9qzak9zq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته