دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۰۸:۱۴
د مطلب کود : 96428
جمهور رئيس کرزي د افغانستان په پوځي اکاډمۍ کې پر کورنيو او بهرنيو روزونکو برید وغانده
 د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس حامد کرزي د افغانستان په پوځي اکاډمۍ کې پر کورنيو او بهرنيو روزونکو برید په سختو ټکو وغانده.
د ملي دفاع وزارت د لومړنيو معلوماتو له مخې نن غرمه د افغانستان په پوځي اکاډمۍ کې یوه تن چې پوځي جامې يې پرتن وې، د ملي اردو پر منسوبینو او بهرنيو همکارانو يې ډزې وکړې چې له امله يې یو بهرنی افسر ووژل شو او یوشمېر نور افغان او بهرني افسران ټپيان شول.
د افغانستان جمهور رئيس د ملي اردو پر منسوبینو او بهرنيو روزونکو برید، چې د پوځي اکاډمۍ له تاسیساتو څخه پر ليدنې او د افغانستان د پوځي ځواکونو پر پیاوړتیا بوخت و، د هغو دښمنانو کار وباله چې نه غواړي دغه هېواد د ځواکمنو بنسټونو خاوند شي.
جمهور رئيس کرزی په داسې حال کې چې دغه بزدلانه برید په کلکه غندي، د کورنيو او بهرنيو منسوبینو کورنيو ته چې په دغه برید کې وژل شوي او ټپیان شوي دي، د خپلې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب وړاندې کوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg7t9y.ak93x4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته