دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۱۶:۳۵
د مطلب کود : 117183
عبداله: ځینې کسان د دولت له تریبیونه د وسله والو مخالفینو جنایتو توجیه کوي
د افغانستان اجراییه رییس که څه هم په ښکاره ډول د کوم چا نوم نه اخلي؛ خو په حکومت کې د ننه په هغو اشخاصو سخت انتقاد کوي چې د ده په وینا د وسله والو مخالفینو جنایتونو ته توجیه ورکوي.

عبدالله عبدالله چې د دوشنبې په ورځ یې د وزیرانو شورا نوبتي غونډې ته خبرې کولې؛ وویل چې تروریزم دین، مذهب، ملت او قوم نه لري او په حکومت کې د ننه د هغو کسانو لپاره خواشینی دی چې د مخالفینو په جنایتونو پرده غوړوي:

((په دې ټول پوهېږو چې تروریزم دین، مذهب، ملت او قوم نه لري، د خواشینی ځای دا دی چې پوهیدلي یا نه پوهیدلي لیدلي کېږي چې د دولت له تربیون نه جنایت توجیع کېږي، او هڅه کېږي چې د جنایت پرده وشي، هغه لیکه چې له دښمن، له تروریزم او له هغو طالبان څخه چې نن جنایت کوي؛ ملاتړ کوي، د افغانستان د خلکو او نظام له لیکې باید بېله وي.))

ښاغلي عبدالله دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې تازه د ملګرو ملتونو له عمومي اسامبلې څخه راستون شوی دی.

ښاغلي عبدالله ویل چې د ملګرو ملتونو په کلنۍ عمومي غونډه کې د هطواد د نا امنۍ د موضوع او لاملونو په اړه خبرې شوي او دا یې ټولو ته په ډاګه کړې چې پاکستان د وسله والو طالبانو ملاتړ کوي او د افغانستان نا امنه کول غواړي.

د ښاغلي عبدالله وینا، په افغانستان کې د داعش د ګواښونو په اړه هم له نړېوالو سره خبرې شوي او ډاډ ورکړل شوی چې د دغه پدیدې په وړاندې به ګډه مبارزه کېږي.
اجراییه رییس دغه شان د کندز مسالې ته په اشارې سره وویل چې حکومت د کندز په وړاندې خپله دنده سمه نه ده تر سره کړې:

((له یوې خوا د نن ورځې طالبان د پخوا له طالبانو سره د ځینو د باور خلاف د جنایت له نظره کوم توپیر نه لري؛ له بلې هېح جنکایت کاري ډلې سره هم فرق نه لري او هغه جنایت چې په کندز کې شوي دا د خلکو له خولې واورئ او باید اجازه ورنه کړل شي چې جنایت توجیه شي؛ حقیقت دا دی چې په هغه کار کې چې باید شوی وی ځنډ شوی؛ دا چې نن کندز کې وضیعت داشان دی مانا یې دا ده چې موږ خپل دنده سمه سرته نه دی رسولې؛ خو ژمنه مو دا ده چې دې موضوع ته رسیده ګي وشي.))

که له یوې خوا دا انتقادونه موجود دي چې د دولت له تربیون نه د وسله والو مخالفینو په جنایتونو د پردې غوړولو هڅه کېږي؛ بل خوا داسې هم ویل کیږي چې په حکومت کې د ننه ځنې کړۍ شته چې د مخالفینو سره لاس لري او په پټه یې ملاتړ ته ولاړ دي.

خلک وايي، که په حکومت کې د ننه دا شان کسان شناسيي کيږي؛ نو ولې نه افشا کېږي؟

څه موده وړاندې پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف هم د دې ډول کړیو پر مخنیوي ټینګار وکړ او ویې ویل که ورک نه شي؛ د حکومت له منځه به د حکومت پر ضد پاڅون وکړي.

خلک او کارپوهان وايي، په کار ده چې دغه کسان ملت ته تر پېژندنې ورسته د قانون منګلو ته هم وسپارل شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg7u9qwak9qq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته