دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ جوزا ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۰۹
د مطلب کود : 113088
په هلمند ولایت کې له چاودېدونکو توکو ډک یو عراده موټر نیول
د ملي امنیت لوی ریاست منسوبینو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې په هلمند ولایت کې د ترهګرو له یوه پټن ځای څخه له چاودېدونکو توکو ډک یو عراده ډاټسن ډوله موټر،۱۵ بشکه یي ماینونه،یو میل کلاشینکوف،یو میل تفنګچه،د بېلابېلو وسلو ۱۵۰۰ فیره مرمۍ او یوه اندازه نور پوځي توکي ترلاسه کړي دي.
ترهګرو هوډ درلود چې له چاودېدونکو توکو ډک یاد موټر څخه په ګټنې د لښکرګاه ښار په یو له ګڼې ګوڼې ډکه برخه کې ځانمرګی برید ترسره کړي.
د یادو توکو په نیولو سره له نیکه مرغه په هلمند ولایت کې د یو لړ خونړیو ترهګریزو بریدونو مخه ونیول شوه.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcg7w9q7ak9qz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته