دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۲۰:۰۵
د مطلب کود : 139585
پر دیورند کرښې د بندو سرحدي دروازو د خلاصولو پرېکړه پلې کیږي
د پاکستان حکومت پرېکړه کړې، چې د ښه ګاونډیتوب او روغ نیت پر لامل دې له افغانستان سره ټولې بندې دروازې سمدستي خلاصه شي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، دغه هېواد د فبرورۍ په ۱۷ له افغانستان سره خپلې ټولې ترازیتي لارې او د تګ راتګ دروازې وتړلې.
په ښکاره د لارو او دروازو د بندیدو لامل په پاکستان کې چاودنې او ځانمرګي بریدونه ښودل شوي وه؛ خو دې پرېکړې د دواړو حکومتونوولسي خلکو او سوداګرو ته نه یوازې میلیونونه دالر زیان رسولی، بلکې ولسي وګړیو ته یې ځاني زیانونه هم رامنځته کړل.
ویل کیږي، چې د دیورند کرښې دواړو غاړو ته ۵ زره بار لاریو موخو ته د رسیدو په نیت حرکت پیل کړی دی.
د سیمې خلکو ویلي، چې لومړۍ بار لارۍ د افغانستان له لوري خيبر ايجسنۍ ته واوښته.
د افغانستان او پاکستان سوداګرۍ خونۍ او د بلوچستان د سودارګرانو اتحاديې د دغې لارې د خلاصولو غوښتنې کړېلنډیکوتل ته نږدې ځایي خلکو لاریونونه وکړل او د لارې د خلاصولو غوښتنې یې راپورته کړې.
د پاکستان حکومت له افغان حکومته غوښتي، چې په دې اړه دې خپل مسوولیتونه تر سره کړي.
په پاکستان کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال څرګنده کړې، چې د لندن د تېری پنجشنبی په ناسته کی د افغانستان او پاکستان تر منځ د لارو پر بی قید و شرطه پرانستو هوکړه وشوه او له هغی وروسته مو تېری دری ورځی د نورو مهمو موضوعګانو تر ځنګ دا موضوع هم په جدیت تعقیب کړه، چی: دوه ګړۍ مخکی د پاکستان د بهرنیو چارو سلاکارښاغلی سرتاج عزیز ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ راکړ، چی د لندن د خبرو مطابق به نن لاری په کلی او دایمي توګه پرانستل شي.
افغان حکومت د پاکستان له لوري د لارو او دروازو د بندو پرلامل تېره اوونۍ د نړیوالې سوداګرۍ ټولنې ته هم خپله اندېښنه په ډاګه کړې وه.
https://avapress.com/vdcg7y9qnak9wn4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته