د ملي امنیت لوی ریاست منسوبینو د یو لړ بریالیو عملیاتو په ترڅ کې د ننګرهار ولایت د غني خیلو ولسوالۍ له ۲۷ جوی سیمې څخه په یاد ولایت کې د ځانمرګو بریدونو طرحه کونکی قاری رحمت الله مشهور په قاري عثمان د سور ګل زوی چې د هلمند ولایت اوسېدونکی دی له ځانمرګي برید کوونکي عبدالباری مشهور په احمدشاه دلاور د میدان وردګو ولایت اوسېدونکی، ځانمرګي بریدکوونکي شیر افضل د سید امیر زوی د ننګرهار ولایت اوسېدونکی، د ځانمرګو بریدکوونکو د لېږدوونکي شمشاد د جان ګل زوی د خیبر ایجنسۍ اوسېدونکی.
- دیاد ډلی غړی ثمرګل دمحمد حسن زوی دننګرهار ولایت اوسېدونکی، میرویس د سورګل زوی او د قاري رحمت الله ورور سره نیولی.
له یادو کسانو سره یوه اندازه چاودېدونکي توکي،د ځانمرګو واسکټونو د جوړولو وسایل او د ملي اردو ۵ جوړه جامې هم نیول شوې دي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)