دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۱۳
د مطلب کود : 156856
چارواکي: د غزني په اندړو ولسوالۍ کې یو پولیس وژل شوی او ۲ ټپیان دي

د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دې ولایت په اندړو ولسوالۍ کې تېره شپه د نښتي پرمهال یو پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

د دې ولایت د والي ویاند محمد عارف نوري د دوشنبې په ورځ يو ته وویل چې تېره شپه شااوخوا درې بجې وسله والو طالبانو د اندړو ولسوالۍ اړوند د بولان او کره وال په سیمو کې پر مېشتو امنیتي پوستو ډله يیز بریدونه پیل کړل چې د نوموړي په وینا، د سهار تر شپږو بجو یې تر هغه وخت دوام وکړ چې سیمې ته تازه دمي سرتېري ور ورسېدل او بریدګر یې په شا کړل.

ښاغلی نوري وايي، وسله والو طالبانو ته له دې هم زیاته مرګ ژوبله اوښتې، خو د کره شمېر په اړه يې معلومات نه لرل.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgn39q3ak9n74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته