دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۲۱
د مطلب کود : 126156
د فرانسې سفیر:طالبان د افغان امنیتي ځواکونو سره د مبارزې وس نه لري
کابل کې د فرانسې سفیر وايي، د طالبانو پسرلني عملیات له ماتې سره مخ شوي او دغه ډله د افغان امنیتي ځواکونو سره د جګړې توان نه لري.

کابل کې د فرانسې سفیر وايي، د طالبانو پسرلني عملیات له ماتې سره مخ شوي او دغه ډله د افغان امنیتي ځواکونو سره د جګړې توان نه لري.

د فرانسي سفیرژان میشل مارلود وايي، افغان حکومت باید دطالبانو پروړاندې د پوځي عملیاتو څخه کارو واخلي، که نه هغوی به سولې خبرو ته حاضر نه نشي.

هیواد کې ناامنۍ،فساد، تاوتریخوالی،د کار نشتون د نړيوالۍ ټولنۍ مسرتو جلبول هغه موضوعات دي چې په دې وروستیو کې څخه زیاته نیوکه کیږي.

فرانسې سفیر وايي، افغان حکومت ډيرښه فرصتونه دنړيوالۍ ټولنۍ د مرستو جلبولو لپاره يې باور له لاسه ورکړی دی.

اوس دغه لوړ پوړې دیپلومات اوس هم د ښو فرصتونه څخه خبرې کوي.

ژان میشل مارلود وايي له بده مرغه افغان دولت ښه فرصتونه له لاسه ورکړي دي، هغه څه چې نړیوالۍ ټولنې د ښې حکومتوالی په برخه کې تمه درلوده هسې ونشو، اوس هم افغانستان فرصت لري چې راتلونکو دوو میاشتو کې خپل فعالیتونه وړاندې کړي که چیری دولت په ټولو برخو کې په شمول د فساد پروړاندې مبارزه ښه عملګرد ولري،د خلکو پاملرنه جلب کړي دطالبانو د بریا لپاره بله لاره شتون نه لري.

د فرانسې سفیر د طالبانو عملیات د امنیتي ځواکونو پروړاندې ناکام بولي او وايي افغان امنیتي ځواکونه تیر کال په پرتله ځواکمن شوي دي، نظامي فعالیت يې تر لاسه کړي.

نوموړی زیاتوي هغه څه چې موږ وینو او شاهد یو چې د طالبانو بریدونو د افغان امنیتي ځواکونو پروړاندې بې پایلي دي، الیته دا ممکن ده چې دوه اونۍ وړانډې طالبانو په کابل کې د امنیتي ځواکونو پروړاندې برید ترسره کړي خو د جګړې په ډګر کې د امنیتي ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نه لري، امنیتي ځواکونو د تیر کال په پرتله سږکال نظامي فعالیتونه يې قوي او دفاعي حالت حاصل کړی دی.

د نوموړي په باور د افغانستان سولۍ لپاره سیاسي لار مهمه ده خو ټينګار کوي چې د طالبانو پروړاندې باید د پوځي عملیاتو څخه کار واخیستل شي، تر څو هغوی د سولې خبرو ته حاضر شي.
سیاسي بهیر کولای شي افغانستان لپاره یو غوراوي وي، د سولۍ لپاره ښه لار ده.

ځکه چې افغانستان خلک نو دجګړې تاوتریخوالي حوصله نه لري، خو تاسې نشي کولای چې هغوي سوله نه غواړي دخبرو میزته يې حاضر کړی، تر څو چې پروړانډې يې پوځي عملیات ترسره نشي.

دا خبر په داسې حال کې ترسره کيږي چې د چین امریکا په منځګړی توپ د سولې خبرې له ماتې سره مخ شوی، خو پاکستان هم ونشو کولای چې پرخپلو ژمنو عمل وکړي، په دې وروستیو کې ولسمشر غني هم اعلام وکړ چې طالبان افغانستان دښمنان دي او باید وځپل شي.

 

 
https://avapress.com/vdcgn39q3ak9xq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته