دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۸ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۰۰:۴۷
د مطلب کود : 156559
په خوست کې  د ځای پرځای سوی چاودیدونکو توکو کشفیدنه
امنیتی مسؤولین وایی چی یو موټر کې چاویدونکی توکې ځای پرځای سوی وو چی د خوست ولایت په موسی خیل ولسوالی کې کشف او خنثی کړل سو.
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، مل پاسوال محمد داوود امین خوست امنیه قوماندان ویلی دی چی دا صرف ډوله موټر چی چاودیدونکې توکې پکښی ځای پرځای سوی وو، تیره شپه د موسی خیل په ولسوالی کې خوست ښار ته د لیږد په وخت نیول سوی دی. هغه زیاته کړه، ددی موټر سره کوم شخص نه دی نیول سوی، خو د استخباراتی معلوماتو په اساس ویلای سی چی مسلح طالبان غوښته چی ددی موټر څخه په ګټه اخیستنې سره حکومتی تاسیسات تر برید لاندی راولی. هغه زیاته کړه چی دا موټر نن د ورغه په سیمه کې په پوره توګه له منځه وړی دی. ګلاب منګل د موسی خیل ولسوال پژواک خبری آژانس ته وویل چی دا موټر د کشفی معلوماتو په اساس د خوست ښار په لاره د لادور خولی په سیمه کې کشف او وروسته له منځه وړل سوی دی. طالبان تر اوسه په دی اړه څه نه دی ویلی.
https://avapress.com/vdcgn39qyak9nn4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته