دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۳ ساعت ۱۷:۱۸
د مطلب کود : 94655
مدني ټولنه: مشرانو جرګه دې اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون ژر تر ژره تایید کړي
د مدني ټولنې شبکې او د ازادو رسنیو څخه د ملاتړ ټولنو د افغانستان د مشرانو جرګې وغوښتل چې؛ اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون ژر تر ژره تایید کړي.
د بشري حقونو د مدني ټولنو د اجرايوي شبکې رییس نعیم نظري نن کابل کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال د جمهورریس کرزي نه هم وغوښتل چې دغه قانون ژر توشیح کړي:
″د مدني ټولنې او د بشري حقونو شبکه او نۍ موسسه له مشرانو جرګې څخه غواړي چې اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون تصویبول د خپل کار په سر کې ونیسي او په ژر ترینه فرصت کې تصویب کړي ترڅو د توشیح لپاره د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ته واستول شي.″
په ورته وخت کې د افغانستان مشرانو جرګه وايي، هروخت چې د اطلاعاتو د لاس رسي قانون دوی ته په رسمي ډول ور وسپارل شي دوی به یې تایید کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcgn39y.ak9tn4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته