دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۱:۳۳
د مطلب کود : 96815
اشرف غني: د بریالیتوب په بڼه کښې قدرت نه ویشم
د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو کاندید اشرف غني احمدزی وايي د هغې هوکړې له مخې د ملي وحدت حکومت جوړیدل چې ده او عبدا... عبدا... د امریکې په مینځګړیتوب لاسلیک کړې په دې معنا نه دي چې د انتخاباتو ګټونکی کاندید دې قدرت، له بایلونکي کاندید سره بشپړ شریک کړي.
ایسنا خبري آژانس رپورټ ورکړی چې احمدزي چې په کابل کښې یې له بهرنیو خبریالانو سره خبرې کولې، وویل چې ده له عبدا... سره د قدرت د ویش موافقه نه ده لاسلیک کړې او زیاته یې کړه چې د دغې موافقې له مخې د انتخاباتو ګټونکی کاندید، بایلونکی د اجرایي شورا د مشر په توګه ټاکي او هغه د ولسمشر له حکم سره سم، خپلې دندې ترسره کوي.
اشرف غني احمدزي او عبدا... عبدا... تیره جمعه د امریکې د خارجه وزیر جان کیري په شتون کښې یو موافقه لیک لاسلیک کړ چې اوس دواړه خواوې د هغه په تفسیر کښې څرګند اختلاف لري.
په عین حال کښې د افغانستان د انتخاباتو بل کاندید عبدا... عبدا... د دغه هوکړه لیک له لاسلیکولو یوه ورځ وروسته بي بي سي ته وویل چې ولسمشر کوې شي د خپلو اختیاراتو یوه برخه اجرايي شورا ته ورکړي چې په راتلونکو دوو کالو کښې به وزیراعظم وي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcgn79y.ak93q4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته