دخپریدو نیټه :شنبه ۳ اسد ۱۳۹۴ ساعت ۱۵:۳۹
د مطلب کود : 114753
د هیواد په ۳۰ ولایتونو کې د ۵،۵ میلیونه ماشومانو لپاره د شری واکسین کمپاین پیل شو
د هیواد په ۳۰ ولایتونو کې د شری واکسین کمپان نن د عامې روغتیا وزارت لخوا رسماً پیل شو او د شپږو ورځو لپاره دوام مومي. ددغه کمپاین موخه د پنځو کالو ټيټ ۵،۵ میلیونه ماشومانو ته دشری واکسین تطبیقول دي. د خوست، قندهار او هلمند ولایتونو کې د شری واکسین مخکې لدې پلی شوی دی او په بادغیس ولایت کې یوه میاشت وروسته دغه واکسین تطبیقیږي. ددغه کمپاین د موفقانه تطبیق لپاره څه باندې ۲۷ زره رضاکاران او روغتیايي چارواکي روزل شوي دي. دشری واکسین کمپاین په دغه پړاو کې شاوخوا ۴،۵ میلیونه امریکايی ډالره لګښت راځي چې د نړیوالو مرستندویو ادارو لخوا چمتو شوي دي.

دعامې روغتیا وزارت د پالیسی او پلان مرستیال ډاکټر احمد جان نعیم وویل: په وروستیو کلونو کې سره د یولړ ترسره شويو پرمختګونو، لاهم افغانستان د نړۍ د هغو هیوادونو څخه شمیرل کیږي چې د واکسین په مټ د وقایې وړ ناروغیو له امله د ماشومانو د مړینې او د اخته کیدو لوړه کچه لري. د ساری ناروغیو په وړاندې مبارزه په تیره بیا د واکسین په مټ د وقایې وړ ناروغیو مخنيوی، یوه ارزانه، اغیزمنه او اساسی مداخله بلل کیږي چې د میندو او ماشومانو د مړینې د کمښت په موخه ترسره کیږي. د واکسینونو د تطبیق په مټ کولای شو چې یو شمیر ناروغۍ ترکنټرول لاندې راولو او یایې هم په بشپړه توګه لمنځه یوسو.

د عامې روغتیا مرستیال زیاته کړه: د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د شرایطو وړ ماشومانو لپاره د اغیزمنه او مطمئنه واکسینونو په وړاندې کولو سره، هغوی له د وقایې وړ ناروغیو څخه په امن کې ساتي او خپل مسئولیت او دنده د یوې روغمنې او سالمې ټولنې په جوړونه کې ترسره کوي.

په افغانستان کې د یونسیف ادارې استازي ښاغلی آکیل آییر وویل: واکسیناسیون یوه ارزانه او اغیزمنه روغتیايی مداخله ده چې د ژوندانه په ښوالي او د روغتیا په وده کې خورا مثبته رول لري. نوموړي زیاته کړه: د شری واکسین د لوړ پوښښ ساتنه، دشری ناروغۍ د کمښت موخې ته د رسیدنې لپاره خورا یو مهمه اړتیا ده.

دافغانستان د عامې روغتیا وزارت دی ته ژمن دی چی د ډادمنو او اغیزمنو واکسینونو په وړاندی کولو سره د ټولنی تر ټولو زیانمنیدونکی قشر( ماشومان ) په تیره بیا د هغو ناروغیو په وړاندې چی په واکسین یی مخنیوی یی کیدلی شی وژغوری ترڅوپه راتلونکی کی د یوی سالمی ټولنې په رامنځ ته کیدلو کی د دوی ونډه او مسوولیت یقینی شی .

د عامې روغتیا وزارت دی ته ژمن دی چې د دې ناروغۍ د بشپړی له منځه وړنی لپاره په راتلونکو کلونو کې د شری واکسین لومړی او دویم ډوز د پوښښ کچه پخپل ورځنې پروګرام کې ۹۵ سلنې ته ورسوي، چې دشری د پیښو د له منځه وړلو لپاره بنسټیز ګام ګڼل کیږی . د افغانستان د اسلامي جمهوریت د عامې روغتیا وزارت هوډ لري چې پورتنې هدف ته د رسیدو لپاره په هرو دریو کلونو کښې د ټولنې د معافیت د لوړولو لپاره د شری تعقیبي کمپاینونه د هیواد په ګوټ ګوټ کښې په لاره واچوي.

د عامې روغتیا وزارت د ټولو درنو والیانو، ولسوالانو، ښاروالانو، د امنیه ښاغلیو قومندانانو او د لویو لارو د موظفینو او نورو دولتي مسوولینو څخه غوښتنه کوي ترڅو د واکسینو د تطبیق په خاطر د رضاکارانو او روغتیایی مسوولینو سره هر اړخیزه مرسته وکړي څو د ۹ نه تر ۵۹ میاشتني ماشومان له دې واکسین څخه پاته نشي.

همدارنګه د عامې روغتیا وزارت د ټولو کورنیو، وروڼو او خویندو مذهبي، قومې مشرانو او ښاغلیو ملا امامانو څخه غوښتنه کوي چې په یاد کمپاین کښې د واکسین له ټیمونو سره مرسته وکړي او کورنۍ وهڅوي ترڅو خپل ماشومان د واکسینو د تطبیق لپاره حاضر کړي

د عامې روغتیا وزارت د WHO, UNICEF د مالی او تخنیکي مرستو او همدارنګه د واکسین او معافیت د نړیوال ایتلاف GAVIد سخاوتمندانه مرستو څخه چې د شری د کمپاین د تطبیق په لاره کښې یی زمونږ سره مالي مرستې کړي دي او نا دولتی موسسی چې مونږ ته یی د دي پروګرام په تطبیق کښې اوږه راکړي مننه وکړم، هیله لرم څو له مونږ سره تل مرستې وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgnt9qwak9qu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته