دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ حمل ۱۳۹۳ ساعت ۱۱:۲۴
د مطلب کود : 89345
محمدوف: د ټاپي پروژې کار دې په ۲۰۱۵م کال کې پیل شوي
د ترکمنستان جمهور رییس وغښتل چې؛ د ټاپي یعنې د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د طبیعي غاز د انتقال د پایپ کار دې په ۲۰۱۵م کال کې پیل شي.
قربانګلي بردي محمدوف د جمعې په ورځ وویل؛ د دغې پروژې د پیل لپاره به ټول تړونونه په روان عیسوي کال کې بشپړ شي.
د دغې پروژې د تفاهم تړون د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هند ترمنځ په ۲۰۱۰م کال لاسلیک شوی و او وروسته په ۲۰۱۲ م کال یې د معاملې اسناد بشپړ شول.
د دغې پروژي په اساس به له ترکمنستان څخه طبیعي غاز د ۱۷۳۵ کیلومیرو پایپ لاین په واسطه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته انتقال شي او په جوړولو به یې شاوخو اته میلیارده ډالر ولګول شي.
د دغه پایپ لاین په واسطه به ترکمنستان په کال کې ۳۳ میلیارد مکعب متره طبیعي غاز؛ یادو هېوادو ته صادرکړي.
دا پایپ لاین به د افغانستان له هرات او کندهار ولایتونو څخه تېر او د فاضلکا ښارګوټي کې به د هند او پاکستان ګډې پولې ته وغځول شي.
سرچينه : دصدای افغان خبری ازانس(اوا)
https://avapress.com/vdcgnw97.ak9yt4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته