دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۰ حمل ۱۳۹۴ ساعت ۱۰:۴۳
د مطلب کود : 109155
۱۷ تنه ترهګر طالبان د امنیتی ځواکونو دبېلا بېلوګډو چاڼېزو عملیاتو په لړکې ووژل شول
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې پکتیا،فراه،غزنی،کندهار،زابل،میدان وردک،هرات او هلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۱۷ تنه ترهګر طالبان ووژل شول، ۸ تنه ټپیان او ۲ تنه د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،۱۳ کړۍ ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د فاریاب،بدخشان،جوزجان،بلخ،کندهار او هلمند ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcgny9qnak9zq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته