دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ ثور ۱۳۹۴ ساعت ۱۰:۲۶
د مطلب کود : 110351
د دوو سرتېرو په ګډون ۶ وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله واوښته
د میدان وردګو ولایت په دایمیرداد او چک ولسوالیو کې د عملیات او نښتې په ترڅ کې یو وسله وال مخالف وژل شوی او درې نور ټپیان دي،همدا راز په دغه پېښو کې یو سرتېری شهید او یو بل ټپي شوی دی .
د دایمیرداد ولسوالۍ په کوتل تخت سیمه کې تېره شپه امنیتي ځواکونو عملیات ترسره کړي،چې به ترڅ کې ۳ وسله وال مخالفین سخت ټپيان شوي دي .
همدا راز چک ولسوالۍ په امبوخاک سیمه کې د مخالفینو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې،چې په ترڅ کې یو وسله وال طالب وژل شوی،چې جسد یې په سیمه کې پاتې دی .
د دغه نښتې په ترڅ کې د پولیسو یو سرتېری شهید او یو بل ټپي شوی هم دی .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcgnz9qqak9qw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته