دخپریدو نیټه :جمعه ۱ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۱۵:۰۸
د مطلب کود : 136911
د افغانستان مقامات د طالبانو په وړاندی سیاسی اجماع نه لری
سرتاج عزیز ادعا وکړ: د افغانستان مقامات د طالبانو په وړاندی سیاسی یوځای توب نه لری او ددی په اړه چی آیا طالبانو سره د تروریستانو په شان سلوک وسی او یا که د ملی داخلی سیاستونو څخه کار واخلی، مبهم والی وجود لری.
د افغان غږ خبری آژانس آژانس په خبرګزاری سره، سرتاح عزیز، د پاکستان صدراعظم د بین المللی اړیکو مشاور، په یو کتنه کی یو رسنۍ ته وویل: د طالبانو ډله ددی توان نه لری چی د افغانستان لوی سیمی یا هم پایتخت ونیسی، خو ددی ډلی کسان ددی توان لری چی خپلو شورشونو ته د ډیر وخت لپاره ادامه ورکړی.

ښاغلی عزیز همدارنګه د افغانستان د حکومت مشرانو څخه وغوښتل د اسلام آباد په تورنولو سره د د افغانستان د وضعیت په اړه لاس واخلی او د هغه پرځای خپل پالیسی د سولی او مذاکراتو په برخه کی په افغانستان کی تر بیا څیړنی لاندی ونیسی.

سرتاج عزیز همدارنګه ادعا وکړ: د افغانستان مقامات د طالبانو په اړه سیاسی اجماع نه لری، ځکه چی دهغه په وینا، ددی په اړه چی آیا د طالبانو سره د دهشت افګن په شان سلوک وسی او یا که د داخلی ملی سیاستونو په شان، ابهام وجود لری. د ښاغلی عزیز په وینا، د طالبانو په اړه ابهام، د سولی د مذاکراتو هڅی د مشکل سره مخامخ کړی دی.

د پاکستان د حکومت دا ارشد مقام اضافه کړ: بین المللی ځواکونه په دی هڅه کی دی د افغانستان سره د طالبانو په وړاندی دهغوی د تسلط لاندی د سیمو د پراختیا د مخنیوی لپاره مرسته وکړی، ځکه که هغوی ډیری سیمی تر خپل تسلط لاندی راوړی، واضحه خبره ده چی هغوی به د سولی د مذاکراتو ته به زړه نه کوی.

د پاکستان د صدراعظم مشاور د آمریکا غږ سره په خبرو اترو کی ټینګار کړی دی: د طالبانو په وړاندی باید متحدانه شکل صورت ونیسی او هغوی او نورو ډلو ته یو شکاره پیغام ورکړل سی چی ټوله نړی د هغوی او کابل د مذاکری غوښتونکی دی.

سرتاج عزیز دا خبری په داسی حال کی وکړ چی جنرال قمر جاوید باجوه، د پاکستان لوی درستیز، د کابل او هلمند او کندهار د وژونکو حملو وروسته د محمد اشرف غنی سره په ټیلفونی تماس کی ویلی وو چی د پاکستان او افغانستان یو بل تورنولو ګټه یواځی د سولی و دشمنانو ته په منطقه کی رسیږی او د افغانستان ادعاوی د تروریستانو په شتون په پاکستان کی رد کړی وو.
https://avapress.com/vdcgq39qqak9wy4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته