دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۰۸:۵۱
د مطلب کود : 97661
جمهور رئيس کرزي د آیساف ځواکونو له نوي عمومي قومندان سره تعرفي ملاقات وکړ
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس حامد کرزي نن له غرمې وروسته دامریکا او آیساف ځواکونو له نوي عمومي قومندان جنرال جان کمپبل سره په ارګ کې تعرفي ملاقات وکړ.
جمهور رئيس کرزي، ښاغلي کمپبل ته د ښه راغلاست د ويلو په ترڅ کې نوموړي ته په خپل ماموریت کې د افغان امنیتي ځواکونو د روزلو او سمبالولو په بهير کې د کامیابۍ هيله وکړه.
جنرال کمپبل په مقابل کې له جمهور رئيس کرزي څخه مننه وکړه چې نوموړی يې په خپل حضور کې ومانه او ډاډ يې څرګند کړ چې له افغان امنیتي ځواکونو او حکومت سره به ښې کاري اړيکې ولري.
جمهور رئيس کرزي د آیساف ځواکونو له نوي عمومي قومندان سره تعرفي ملاقات وکړ.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcgq39y.ak9u34g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته