دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۷ قوس ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۵۰
د مطلب کود : 104114
د کابینې ځنډ د امنیت ترڅنګ د خلکو پر اقتصاد هم ناوړه اغیز کړی
افغان حکومت وايي، دوی هڅه کوي څو د نوي کابینې غړي وړ او ژمن کسان و اوسي؛ خو د مدني ټولنو یو شمیر غړي وايي، د کابینې په اعلان کې ځنډ د امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره دی.
دغه مدني ټولنې له حکومته غواړي چې د یوې اونۍ په جریان کې نوې کابینه ولسي جرګې ته د باور یا عدم اعتماد رایې د ترلاسه کولو په خاطر معرفي کړي.

دوی دا غوښتنې په داسې مهال مطرح کوي چې د ملي وحدت حکومت له جوړېدو څه باندې اتیا ورځې تیریږي او لا هم حکومت نه دی توانیدلی څو د نوي کابینې غړي معرفي کړي.
د افغانستان د مدني ټولنې د شبکې غړی سید ناصر موسوي وايي چې د کابینې په اعلان کې ځنډ؛ ورځ تر بلي امنیتي او اقتصادي وضعیت ستونزمن کړی دی.
"هره ورځ چې د کابینې معرفي کول ځنډیږي، امنیتي او اقتصادي وضعیت ورسره خرابیږي. د دولت پنځه کلن او لس کلن پلانونه لا تراوسه معلوم نه دي. په مجموع کې اوس داسې یو حالت راغلی چې خلک نه پوهیږي دولت کوم لور ته روان دی."

د مدني ټولنې غړي نه یوازې دا چې د کابینې پر ژر اعلانیدو ټینګار کوي؛ بلکې وايي چې نوي وزیران باید دوه تابعیت لرونکې و نه اوسي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني یوه اونۍ مخکې د دیني عالمانو په غونډه کې وویل چې نوې کابینه به په راتلونکو درېیو اونیو کې اعلان کړي.
نوموړي همدا راز ژمنه وکړه چې په افغانستان کې د دایمې سولې د ټينګښت لپاره هم کار کوي.
په ورته وخت کې د کابل ښار یو شمیر پلورونکي وايي چې د کابینې ځنډ او ناامنیو د دوی پر بازارونو ناوړه اغیز کړی دی.

د کابل ښار یو دوکاندار آغا محمد آزادی راډیو ته وویل؛ دا چې کابینه نه اعلانیږي نو سوداګر هم دې ته زړه نه ښه کوي څو هیواد ته مال وارد کړي.
"دا چې کابینه نه ټاکل کیږي یا څه مشکل دی. دې کار زموږ پر کارونو زیات اثرات اچولي او ناامنیو خو بیخې زیات. خدای دې په ملک کې آرامي راولي؛ څو سوداګر هم وکړای شي مالونه وارد کړي."
بل پلورونکی خالد بیا له ناامنیو شکایت کوي چې د ده کارونو ته یې زیان رسولی دی.
"انتحاریان زیات شوي او کابینه هم تراوسه نه ده معلومه شوې. په همدې خاطر فروشات بیخې کم شوي دي."
کتونکي وايي، انتخاباتي ستونزو لا له وړاندي په افغانستان کې د خلکو اقتصاد اغیزمن کړی و او اوس دا چې حکومت د سرپرستانو له خوا اداره کیږي؛ نو دې کار د خلکو لپاره تازه اندیښنې جوړي کړي دي.
د خلکو او مدني بنسټونو دې انديښنو ته په کتو تر اوسه معلونه نده چې حکومت به دا ځل د کابینې د معرفي کیدو په برخه کې خپلې ژمنې له اعلان شوي وخت سره سم عملي کړي او که نه.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcgqt9qtak9zq4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته