دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۶ جوزا ۱۳۹۴ ساعت ۱۷:۱۱
د مطلب کود : 112214
افغان ځواکونو په ننګرهار کې يو شمېر وسلې او مهمات ونيول
په ننګرهار کې مېشتو افغان ځواکونو د مولوي خالص په فاميليو کې د څو ساعتونو عملياتو پرمهال ۱۵ ميله بېلابېل ډوله وسلې او مهمات ترلاسه کړي.

دغه څرګندونې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو د څلورمې پلې لواء قوماندان نن شنبه د ثور د مياشتې په ۱۹ نېټه د ننګرهار ولايت رسنيو دفتر کې په يو مطبوعاتي کنفرانس کې وکړې.

په دغه مطبوعاتي کنفرانس کې د ملي اردو د څلورمې پلې لواء قوماندان، د ننګرهار امنيې قوماندانۍ امنيتي مرستيال، د ۳۰۱ سرحدي زون درستيزوال، ملي امنيت مرستيال او د عامه نظم دوهمې لواء درستيزوال برخه لرله.


د ۲۰۱ سيلاب قول اردو څلورمې پلې لواء قوماندان بريد جنرال محمد نسيم سنګين د خبرو پرمهال وويل، چې تېره شپه د يو راپور له مخې افغان وسله وال ځواک په همغږۍ سره د مولوي خالص په فاميليو کې تصفيوي عملياتو پرمهال يې ۱۵ ميله بېلابېل ډوله وسلې او مهمات نيولي او يو تن شکمن هم د عملیاتو پرمهال په ياده سيمه کې نېول شوی دی.

نوموړي وويل، چې ملي اردو د نورو امنيتي ځواکونو پوره ملاتړ کوي او په ښار کې د پلټنې پرمهال يې ډيری بې پليټه موټرې او غير مسول وسله يې بې وسلې کړي.

ده ډاډ ورکړ، چې د ولسونو په ملاتړ به د مخالفينو هر نوع بريد په شا وتنبوي او مخالفين به پرينږدي چې تخريبي اعمال تر سره کړي.

د ننګرهار امنيې قوماندانۍ امنيتي مرستيال مل پاسوال لطف الله زرياب وويل، چې په دغه عملياتو کې يې په ننګرهار کې ټولو ميشتو افغان ځواکونو په همغږۍ سره برخه اخيستې وه.

زرياب وويل، چې په دغه عملياتو کې يې پنځه ميله کلاشنکوف، يو ميل کرنکوف، پنځه قبضې تفانچې، درې ميله کربين، دري ميله پپشه، دوه دوربينونه او د دې ترڅنګ يې د بېلابېلو وسلو مرمۍ او مهمات نيولي.

نوموړي وويل، چې افغان ځواکونو د جلال اباد په ښار کې د پلټنې پرمهال ډيری بې پلېټه موټرې نيولي، د موټرو تورې شيشې پاکې کړي، چې په ښار کې يې د ډاډمن امنيت ښه فضا برابره کړېده.

زرياب ډاډ ورکړ، چې هيچاته به اجازه ور نه کړو، چې زمونږ د ولسونو امنيت له ګواښ سره مخ کړي او د تښتونکو د مخنيوي لپاره يې جدي هڅې پيل کړي.

د ۳۰۱ سرحدي زون درستيزوال محمد ايوب حسين خېل د خبرو پرمهال ډاډ څرګند کړ، چې افغان وسله وال پوځ اوس پیاوړی شوی، په عصري او درنو وسلو سمبال دي، چې د مخالفينو د هر نوع بريد توان لري.

حسين خېل وويل، چې سرحدي ځواکونو په خپلو سرحداتو کې د مخالفينو پروړاندې پوره چمتووالی لري او هيچاته به اجازه ور نه کړي، چې د سرحداتو له لارې زمونږ هېواد ته د تخريبي اعمالو لپاره داخل شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgqx9qtak9qx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته