دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۱۴
د مطلب کود : 139611
د زرغون افغانستان او سالم چاپیریال د لرلو په خاطر نیالګي کښنوئ
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن سهار د نوي کال او پسرلي د رارسېدو په مناسبت د جمهوري ریاست (ارګ) په انګړ کې یو نیالګی کېنوه او د یو زرغون او پرمختللي افغانستان لپاره یې دعا وکړه.
جمهوررئیس محمداشرف غني د هېواد له ټولو اوسېدونکو وغوښتل چې د یو زرغون افغانستان او سالم چاپیریال د لرلو په خاطر له دې فرصته ګټه واخلي او په دغه فصل کې د کار او کور په چاپیریال کې نیالګي کېنوي.
په دغه مراسمو کې د ملي امنیت سلاکار محمدحنیف اتمر، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر، په زیربنايي چارو کې د جمهوررئیس ستر سلاکار ډاکټر محمدهمایون قیومي، په سیاسي چارو کې د جمهوررئیس خاص استازي ډاکټر محمداکرم خپلواک، د چارو ادارې عمومي رئیس عبدالسلام رحیمي او د چاپيریال ساتنې ادارې رئیس مصطفی ظاهر هم حضور درلود.
https://avapress.com/vdcgqy9qqak9w34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته