دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۳۳
د مطلب کود : 95834
دافغانستان دملي وحدت حکومت د ددغه هیوادیوه اساسی اړتیاده
ایرناخبری آژآڼس راپورورکړ د افغانستان د ملي امنيت شورا سلاکار ډاکټر رنګين دادفر سپنتا نن په کابل کې په خبي غونډې کې د ملي يووالي حکومت په هېواد کې له شته سياسي ستونزو څخه د وتلو يواځينۍ لار ه وبلله او وې ویل، هیواد دیوې خطرناکې مخامخیدا په درشل کې ؤ او دملی وحدت حکومت جوړیدا د دغه هیواد یوه اساسی اړتیا ده.
هغه ویلی د شوې هوکړې له مخې د ټولو رايو تر شمېر وروسته به هغه کس چې تر ټولو ډېرې رايې وړي ولسمشر او دويم نوماند يا هغه څوک چې د هغه له خوابه معرفي کېږي؛ د ملي يووالي حکومت د اجرايي رييس په توګه به کار وکړي.
نوموړى، چې نن يې په کابل کې يوې خبري غونډې ته خبرې کولې وويل:" ددې په اړه، چې د چارو د مخته وړونکي مقام څه ډول بڼه نيسي او څه ډول صلاحيتونه به ورته تفويض شي، تفاهم شوى دى، چې د اساسي قانون په اډانه کې به تر سره کېږي."
سپنتا څرګنده کړه، ټاکل شوې، چې د دواړو نوماندانو تر منځ دشوو هوکړو له مخې په دوو راتلونکو کلونو کې اساسي قانون تعديل شي.
له بلې خوا د ټاکنو کاندید عبد الله عبد الله وايي د ټاکنو پایلې ته به د رایو له شمیر وروسته درناوی ولري
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcgt79y.ak9nw4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته