دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۷:۰۴
د مطلب کود : 125940
سويل : ولايتي شوراګاني او قومي مخور د ملي يووالي حکومت ته په غوسه دي .
د جنوب لويديځې حوزې ولايتي شوراګانو او قومي مشرانو دولت دې حوزې ته په نه پآملرنه تورن کړ او زياته ېي کړه چي د دې سيمي وګړو ته يې په هيڅ برخه کي خپل حق نه دی ورکړی .

د جنوب لويديځې حوزې ولايتي شوراګانو او قومي مشرانو دولت  دې حوزې ته په نه پآملرنه تورن کړ او زياته ېي کړه چي د دې سيمي وګړو ته يې په هيڅ برخه کي خپل حق نه دی ورکړی .

ويناوالو په دې اړه جوړي سوي پراخي غونډي ته وويل ، که دولت همداسي بې تفاوته پاته سي خلک به يې په وړاندي پورته سی .

په سويل کي ميشتې ولايتي شوراګاني او قومي مخور د ملي يووالي د حکومت څخه سخت په ګيله دي او وايې چي مرکزي دولت يې ولايتونو ته هيڅ راز پاملرنه نه کوي  .

ورځ تر بلي د ناامنۍ پراخيده ، د بريښنا کمزوری حالت ، د پوهني ټيټ کيفيت او ورته نوري نيوکي هغه ټکي دي چي دلته د هغوی له خولې راوزي .

ولايتي شوراګانو او قومي مخورو نن په دې اړه پراخه غونډه وکړه او مشرانو يې دولت د خلکو په امنيت ساتنه او نورو مهمو برخو کي پاتي وباله .

قومي مشرانو په دې برخه کي د ولايتي وکيلانو ناغيړيو ته هم  اشاره وکړه او ترې وغوښتل چي خپله دنده په سم ډول بر مخ بوزي .

هغوی ګواښ وکړ چي که دولت د خلکو په وړاندي همداسي بې تفاوته پاته سي دوی به يې په  وړاندي مدني حرکتونه نور هم زيات کړي .

د ارزګان او هلمند د پراخي ناامنۍ له منځه وړل ، پوهني ته لازمه توجه ، سوداګرو ته د کاري زميني برابرول ، د خلکو پر سر له سياسي معاملو تيريدل او ورته نوري غوښتني د ويناوالو اساسي غوښتني وې .

د غونډي په وروستيو کي ګډ پريکړه هم صادرسو او پکښي غوښتل سوي وه چي دولت دي د هيواد ټولو وګړو ته يو ډول حقونه ورکړي او نور دي د مور او ميرې له چلنده تير سي .


https://avapress.com/vdcgtn9qzak9xy4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته