دخپریدو نیټه :سه شنبه ۶ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۳۹
د مطلب کود : 131240
یوپنځه اړخیزه ناسته د مخدره توکو دمبارزی لپاره په کابل کی رامنځته سو
یو پنځه اړخیزه منطقه ای ناسته د مخدره توکو په مقابل کی دمبارزی لپاره د افغانستان، پاکستان، ایران، تاجکستان او روسیی دنماینده ګانو په حضور نن ( یکشنبه، ۴ میزان) په کابل کی ترسره سوه.

یو پنځه اړخیزه منطقه ای ناسته د مخدره توکو په مقابل کی دمبارزی لپاره د افغانستان، پاکستان، ایران، تاجکستان او روسیی دنماینده ګانو په حضور نن ( یکشنبه، ۴ میزان) په کابل کی ترسره سوه.
دافغان غږ خبری آژانس دخبر ګزاری په بیان سره، دی ناسته دتیری تعهداتو په ټینګار سره په منطقه کی دمخدره توکو دمبارزی پر لاری، تبادل او تجارب دانکشافی سازاو کار درامنځته کولو لپاره د معیشت بدیل په بخش کی، د قوی تعهداتو سپارل د مخدره توکو د عرضی دکاهش او تقاضا لپاره او دټولو منطقو مرسته د مخدره توکو دمشکلاتو درفع کولو لپاره دایر سو.
سلامت عظیمی، دمخدره توکو پر ضد دمبارزی وزیر په دا ناسته کی وویل: بیله کوم شکه مخدره توکی دحکومت دپایو، منطقه ای هیوادونو او افغانستان د ضعیف کیدو او بی ثباتی لامل سوی دی.
آغلی عظیمی اضافه کړه چی افغانستان دمبارزی په مقدم خط کی، ترټولو ډیر قربانیانی په دا عرصه کی ورکړی دی.
هغه میلمنو ته په خطاب کی وویل: تاسو ټولو ته اطمینان ورکوم چی افغانستان قوی او سیاسی اراده د مخدره توکو پر ضد دمبارزی لپاره لری.
د آغلی عظیمی په وینا، دا صحیح دی چی افغانستان د نړی لوی مقدار کوکنار کری، خو افغانستان یواځنی عامل دچټلو بلل صحیح نه دی.
آغلی عظیمی اضافه کړه: دمخدره توکو تولید او ترانزیت یو مستقیم خط نه، بلکه یو خبیثه حلقه دی چی د یادی مادی دتورید او قاچاق، دتریاکو کشت او دتریاکو تبدیلیدل هیرویینوته، انتقال، قاچاق اودهغه استعمال دنړی په مختلفوبرخوکی دی چی مشخص خلګ او ممالک هم په دی حلقه کی داخل دی.
هغه ټینګار وکړ چی که موږ ددی حلقی هر بخش نشانی کړو، څه که هغه دیادی مادی تورید وی او یا که غوښتنه او دمخدره توکو آزاد بازار، کولای سو هغه ددی عامل شروع او سبب وبولو. نو افغانستان ددی شومی پدیدی سبب نه، بلکه په نړی کی دمخدره توکو قربانی دی.
په اروپا کی د مصرف پراختیا دتروریستی تهدیداتو دپراختیا لامل
په همدی حال کی، اسدالله هادی نژاد، دایران دمخدره توکو په وړاندی دستاد معاون، وویل: د ۲۰۱۶ میلادی شمیرنی له مخی، دمخدره توکو سره دمبارزی سازمان او دسازمان ملل جرایم، په اروپا کی دمخدره توکو استعمال دپراختیا په حال کی دی او په همدی میزان دمخدره توکو څخه حاصل منافع په منطقه او جهان کی دقاچاق او تروریستی تهدیداتو دپراختیا سبب سوی دی چی د تشویش وړدی.
ښاغلی هادی نژاد اضافه کړه: هیڅ شک نسته چی ددی ناستی هر غړی په ملی عرصه یو تدابیر لری، او افغانستان هم دخپل توان په اساس دمخدره توکوپه وړاندی دمبارزی لپاره تلاش کړی دی، خو، په یواخی توب او بیله مرستی نه سی کولای چی ددی پدیدی سره مبارزه وکړی.
هغه منطقه ای مرستی دمخدره توکو دمبارزی لپاره مهم وبلل او وویل: دایران اسلامی جمهوریت په دی باورد دی چی پنځه اړخیزه ناسته په یو پنځه اړخیزی کاری ډلی بدل سی او مشترک عملیات ترسره کړی.
دایران دمخدره تو په وړاندی دمبارزی دمرکز معاون وویل: ایران دمنطقی دوضعیت په امتحان سره، دبین المللی تعهدات په ضمن سره دمرزو دکنترول په عرصه کی هم تلاش کړی دی او مهمی لاسته راوړنی په دی برخه کی لری.
باز محمد احمدی، دداخلی چارو وزارت دمخدره توکو په وړاندی دمبارزی معین، وویل: دمنطقه ای مرستو بغیر دمخدره توکو سره مبارزه کوم ځای ته نه رسیږی او باید دا مرستی ترڅه نور تقویت پیداکړی.
هغه اضافه کړه: دقاچاق دلاری تغیر وپاکستان ته، دمخدره توکو سره دمبارزی لپاره زموږ دګاونډی هیواد دمرستی نه کولو نشان دی.
هغه وویل: دجاری کال په جریان کی، موږ دچالشونو سره مخامخ وو چی دمنطقه ای مرستو روند کند او بتی کړی دی.دهغه سره، په مشترک عملیاتو او اطلاعاتو په برخه کی موږ دایران او تاجکستان سره مرسته درلودلی دی چی مهمی لاسته راوړنی درلودی.
مخدره توکی؛ جهانی تهدید
شیر خان سلیم زاده، دتاجکستان دمخدره توکو په وړاندی دمبارزی دنمایندګی رئیس، وویل: مخدره توکی، لوی تهدید نه یواځی دافغانستان لپاره، بلکه منطقه ای او دنړی دولتونه تهدیدوی.
هغه اضافه کړه: مخدره توکی یواځی دجامعی دناسلامتی باعث نه ګرځی، بلکه دناامنی سبب، اداری فساد او اقتصادی چالشونو لامل ددولتونو لپاره کیږی.
هغه دافغانستان او تاجکستان همکاری یودبل سره په نیکی یادکړه.
دروسیی فوق العاده سفیر ښاغلی الکساندر مانتیتسکی په دا ناسته کی وویل: امیدلرم چی دپنځه اړخیزی په اوومه ناسته کی، یو باثمره او نتیجه لرونکی مباحثه ولرو.
هغه وویل: دمخدره توکو روند په افغانستان کی دسازمان ملل متحد دامنیتی شورا په نظر دتیرو وختو په څیر، دبین المللی او منطقه ای ثبات او سولی دتهدید په حیث ادامه لری.
هغه وویل: بی کاری او دبین المللی نظامیانو لیری توب او دمخدره توکو غیری قانونی تولید په افغانستان کی، ددی وضعیت دتداوم یو عامل دی.
هغه اضافه کړه: واضح دی چی په افغانستان کی دمخدره توکو دنفوذ څخه حمایت، بالخصوص دناتو دمحدودو واحدونو غیری فعالیدو ته په توجه سره دپنځه اړخیزی آسیایی مرستوته لومړیتوب ورکړل سی.
هغه دافغانستان داطلاعاتو دتبادل ښه والی ته دامیدواری اظهار وکړ او هغه یی دمخدره توکو دمبارزی په لاره کی مهم وبلل.
دا اوومه پنځه اړخیزه ناسته ده چی هر کال په یو هیواد کی ترسره کیږی.
دا ناسته ددوو ورځو لپاره (۴ او ۵ میزان) په کابل کی جریان لری.

https://avapress.com/vdcgtq9qzak9wx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته