د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې په پاکستان کې د افغان طالبانو د مشر ملا محمد عمر اخوند د مړينې د راپورونو تصديق يا ترديد تر وخت مخکې دى او په دې اړه به خپل دريځ تر پلټنو وروسته څرګند کړي.
پاکستان يو ځل بيا په افغانستان کې د سولې په ټينګښت لپاره بۀ د افغانانو په مشرۍ رهبرۍ د سولې په خبرو کې د خپل رول رول لوبولو يادونه کړې او وايي:
افغانستان د پاکستان ګاونډى هېواد دى او موږ غواړي چې په دې هېواد کې تلپاتې سوله او سياسي ثبات رامنځته شي.
د پاکستاني رسنيو د راپورنو له مخې، دا څرګندونې د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند قاضي خليل الله د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې پخپلې اوونيزې غونډه کې خبريالانو ته د وينا پر مهال کړي.
قاضي خليل الله همداراز د افغان دولت او افغان استخباراتي ادارو د هغې ادعا په اړه چې وايي، ملا عمر په ٢٠١٣م کال کې په پاکستان کې مړ دى، څۀ ونه ويل او نه يې هم د ملا عمر د مرګ تصديق يا ترديد کړى.

سرچينه : د صدای افغان افغان خبری آژانس