دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ حوت ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۵۴
د مطلب کود : 107841
۹ تنه ترهګر طالبان د امنیتی ځواکونو دبېلا بېلوګډو چاڼېزو عملیاتو په لړکې ووژل شول
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې هرات،فراه،غزنی، هلمند،کندز،ارزګان،پکتیا،تخار،سرپل او خوست ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۹ تنه ترهګر طالبان ووژل شول، ۸ تنه ټپیان او ۵ تنه د امنیتي ځواکونو له لورې ژوندي ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،۲ کړۍ ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د ارزګان و خوست ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcgtu9qqak9z74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته