د ایرنا د راپور له مخې دغه څرګندونې په ایران کښې د افغانستان سفیر نصیر احمد نور بیګا مازیګر د ایران د مازندران ولایت په آمل کښې د تخصصي او فوق تخصصي روغتون د پرانیستلو په مهال وویل که چیرته په ایران کښې د درملیز ټووریزم لپاره د افغانانو شرایط آسان کړاي شي ،نو د کابل حکومت به هم نورو هیوادونو ته د تخصيي درملنې لپاره د ناروغانو د استولو مخنیوی وکړي .
ښاغلي نور په آمل کښې دغه روغتون چې د اکو غړو هیوادونو د استازو په شتون سره پرانیستل شو وویل،د ایران په بیلابیلو ولایتونو کښې درلیز امکانات خورا مخ په وده او ښه دي او افغانستان هم د ایران په روغتونې مرکزونو کښې د افغان ښاریزو درملنه غواړي.
په تهران کښې د افغانستان سفیر زیاته کړه ، د ایران په روغتونې مرکزونو کښې د درملنې په اړه کمه اطلاع رسونه ددې لامل شوي،چې زیاتره افغان ناروغان د درملنې لپاره هندوستان او پاکستان ته ولاړ شي او د طب په برخه کښې د ایران پرمختګونه نه یوازې د افغانستان بلکه د اکو د درستو غړو هیوادونو درملیزې اړتیاوې پوره کولاي شي .