دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ ثور ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۵۲
د مطلب کود : 110946
د جمهور رئیس غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو د کمیسیون غونډه جوړه شوه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو د کمیسیون اونيزه ناسته تېره شپه په ارګ کې جوړه شوه.
په دغې ناسته کې چې د جمهوري ریاست دویم مرستیال قانونپوه سرور دانش او دحکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هم ګډون کړی و، د ملي دفاع،کرنې، ټولګټو، کورنیو چارو، او مالیې وزارتونو قرار دادونه په دقت او غورسره وڅېړل شول.
په ناسته کې ځینې قراردادونه منظور او د ځینې نورو په اړه پرېکړه وشوه چې د لازمو اسنادو د بشپړولو او لا دقت او شفافیت لپاره یې بیا کتنه وشي.
په دغه غونډه کې د ټولګټو وزارت ته لارښوونه وشوه چې د قراردادي شرکتونو د ظرفیت، غوښتنو، ستونزو او ننګونو د تشخیص په منظور له ولسمشر سره د ساختماني سکتور د عمده برخوالو یوه ناسته تنظیم کړي.
دغه راز د ټولګټو وزارت ته لارښوونه وشوه چې عمده سړکونه او لارې د اهمیت پر اساس لومړیتوب بندي کړي، او مهمو لارو، لکه سالنګ، ګردن دېوار او کابل ـ ننګرهار لویو لارو ته لومړیتوب ورکړي.
دغه راز د دفاع وزارت استازو ته هدایت وشو چې له کرنې وزارت سره یوه ناسته ترتیب او په دې غور وکړي چې څنګه د دفاع وزارت تقاضا د کرنې سکتور او بزګرو د تقویې او زراعتي شرکتونو د رامنځته کېدلو لپاره وکارول شي.
په ناسته کې له ټولو ادارو یو ځل بیا وغوښتل شول چې د ارزول کېدونکیو قراردادونو په اسنادو کې د قراردادي شرکت د شالید او کاري وړتیا په اړه هم معلومات وړاندې کړي او د یوه شرکت لخوا د څو څو قراردادونو اخیستل کېدلو لاملونه روښانه کړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcgtz9q3ak9qy4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته