دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ ثور ۱۳۹۴ ساعت ۰۹:۳۳
د مطلب کود : 110649
سوداګرو مېرمنو ته د ظرفیت لوړونې شپږمیاشتنی روزنیز پروګرام ترسره شو

د میدان وردګو ولایت جلریز ولسوالۍ کې لسګونو سوداګرو مېرمنو ته د سوداګرۍ په برخه کې د ظرفیت لوړونې په برخه کې شپږ میاشتنی روزنیز پروګرام نن ( یکشنبه ) پای ته ورسیدو.
دغه روزنیز پروګرام د کلیو پراختیا او بیارغاونې ادارې د ثبات پروګرام د نږدې درې میلیونو افغانیو په مالي لګښت شپږ میاشتې وړاندې د HREVO ادارې په تخنیکي همکارۍ پیل شوی وو،چې لسګونو مېرمنو ته د سوداګرۍ په برخه کې ګڼ مهارتونه وښودل شول.
د دغه روزنیز پروګرام ګډونواله نازیه وایي د شپږو میاشتو په ترڅ کې د سوداګرۍ په برخه کې ګڼ شمېر نوی معلومات ترلاسه کړل او له دې وروسته به په ښه توګه وکولای شي،چې د خپلو سوداګریزو چارو په ترسره کولو د خپلې کورنۍ ورځنۍ ستونزې حل کړي .
دې زیاته کړه، مېرمنې پخپل کور کې هغه سوداګریزو چارو باندې کار کوي،چې هم یې اسلامي او افغاني ارزښتونو سره په ټکر کې نه وي او هم د کورنۍ د نفقې ګټلو وسیله وګرځي .
هیله د دغه روزنیز پروګرام بله ګډونوال د ښځو لپاره ورته پروګرامونه جوړل یو مثبت ګام او په اوسنیو شرایطو کې دغه چاره ترسره کول یو نوخت بولي .
د جلریز ولسوال نقیب الله حیدري د خپلو خبرو په ترڅ کې د ثبات پروګرام د چارو د ښه ترسره کېدو له امله مننه وکړه او همدا راز یې مېرمنو ته لارښوونه وکړه،چې په سوداګریزو چارو کې زدکړي مهارتونه د خپلو کورنیو نورو مېرمنو سره هم شریک کړي .
دا لومړی ځل دی چې په میدان وردګو ولایت کې د سوداګرۍ په برخه کې مېرمنو ته روزنه ورکول کیږي .

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcgtz9qyak9q34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته