دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۰۲:۱۱
د مطلب کود : 156874
امریکا متحده ایالاتونه هر کال افغانستان ته ۲۰۰ میليونه ډالر ورکوي
ویلکږی، د افغانستان د ماليې وزارت او امریکا متحده ایالاتونو د سفارت ترمنځ د ۱۰۰ میليونو ډالرو په ارزښت د نوي پراختیايي مشارکت تړون لاسلیک شوی ده.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، ‎ د افغانستان د ماليې وزیر او په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتونو سفیر ترمنځ د ۱۰۰ میلونو ډالرو په ارزښت د نوي پراختیايي مشارکت تړون نن ورځ په افغان ولسمشرۍ ماڼۍ کې لاسلیک شو. د افغان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته رسنیوټه وایی، چې د نوي پراختیايي مشارکت د تړون له مخې به، د امریکا متحده ایالاتونه هر کال افغانستان ته ۲۰۰ میليونه ډالر ورکوي چې زموږ هیواد د ملي بودجې له لارې به په يو شمېر زیربنايي پروژو لګول کېږي. ښاغلي حکیمي وویل، کومې نړیوالې مرستې چې د افغانستان د ملي بودجې له لارې په مصرف رسېږي، ډېر موثر او خلکو ته يې ګټه ډېره ده. هغوی زیاټه کړی، د امریکا متحده ایالاتونو له خوا شوې مرستې به لومړیتوبونو ته په کتو د ټرانسپورټ، برښنا، پوهنې او په يو شمېر نورو بسټیزو برخو کې ولګول شي.
https://avapress.com/vdcgu39qtak9n74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته