دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۸ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۰۲
د مطلب کود : 146073
د افغان فوتبال ۱۵ کلنو ځوانانو لوبډلې د مرکزي آسيا اتلولي خپله کړه

د افغانستان د فوتبال فدراسيون وياند سيد علي کاظمي وايي، د ۵ هېوادونو دغه سيالي تېره اوونۍ پيل شوې وه او د جولای پر ۸ د افغانستان په ګټه پای ته ورسیده.

د فوتبال مسوولینو په ډاګه کړې، چې افغانستان د ۹ نومرو په ترلاسه کولو په دې سياليو کې لومړی مقام خپل کړ.

ازبکستان په دغو لوبو کې تاجکستان، ترکمنستان او قرغزستان مات کړي وه؛ خو افغانستان ترې لوبه وګټله.

په دې سياليو کې د افغانستان، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان د فوتبال لوبډلو ګډون کړی و.

ازبکستان تاجکستان، ترکمنستان او قرغزستان مات کړي وه؛ خو افغانستان ترې بری تر لاسه کړ.

افغانستان په لومړۍ لوبه کې تاجکستان ته د ۱پر۳ ماته ورکړه.

دوه يمه لوبه يې د قرغزستان د ۱۵ کلونو ځوانانو له ملي لوبډلې سره وه، چې هغه لوبه یې هم ۱ پر ۳ وګټله.

د افغانستان فوتبال لوبډلې درېيمه لوبه له ترکمنستان سره وه، چې یو پر صفر یې له ترکمنستان څخه ماته وخوړه.

افغان لوبډلې وروستۍ لوبه له ازبکستان څخه د يو پر ۲ ګولونو په ورکولو ړو؛ټله او د مرکزي آسيا د ۱۵کلنو ځوانانو د اتلولۍ جام یې خپل کړ.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgu39qwak9tz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته