دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۱۰
د مطلب کود : 126372
چارواکي دیرش وسله والو ته د مرګ ژوبلي د اړولو ادعا کوي .
دا امنتي پيښي د کندهار په ارغستان ، ښوراوک ، ميوند ، معروف او شاولي کوټ ولسواليو کي سوي دي .

د کندهار ولايت مقام د کندهار په بيلابيلو سيمو کي ۳۰ وسله والو  ته د مرګ ژوبلي د اړولو ادعا کوي .

دا امنتي پيښي د کندهار په ارغستان ، ښوراوک ، ميوند ، معروف او شاولي کوټ ولسواليو کي سوي دي .

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايې ، چي په دې پيښو کي د ارغستان ولسوالۍ دپاره د طالبانو د ولسوال د مرستيال او د ماينونو د يوه ماهر او د دوه  طالب قوماندانانو په ګډون ( ۲۵ ) تنه وژل سوي  او ( ۵ ) تنه نور ټپيان دي .

وياند په دې پيښو کي (  د دوه پوليسو ) د ټپي کيدو خبر هم ورکوي .

وسله والو طالبانو د دې ادعا په اړه څه نه دي ويلي .

https://avapress.com/vdcgu39qxak9xw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته