دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ حمل ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۰۱
د مطلب کود : 108976
اجرائیه رئیس د افغانستان د تاریخي ساحو د بیارغوني په هدف د فیروز کوه بنیاد د بسپنه راټولو په غونډه کي وینا وکړه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن، ددې هیواد د تاریخي ساحو د ترمیم او رغوني په هدف د فیروز کوه (Turquoise Mountain Foundation) مالي کومک راټولو په غونډه کي وینا کړه.
دغه بنیاد له څه کم یوې لسیزي راهیسي فعالیت کوي، چي په دې موده کي د کابل د مرادخانې په ګډون په ګڼ شمېر نورو ساحو کي د پخواني سبک سره سم، د معماریو ترمیم کارونه سرته رسولي دي.
دې بنیاد همداراز د نقاشیو، د قیمتي ډبرو پروسس او طلا په برخه کي د افغان هنرمندانو د کارونو د بیا ژوندي کولو او ودي په برخه کي هم ګڼ شمېر فعالیتونه کړي دي.
د افغانستان اجرائیه رئیس په ننۍ وینا کي د یاد بنیاد کارونه د پام وړ وبلل او له هغوی یې په افغانستان کي د پخوانیو سبکونو د بیا را ژوندي کولو او هنرمندانو ته د کار موندلو په خاطره مننه وکړه.
نوموړي وویل، چي د فیروز کوه بنیاد په مرسته د کابل ښار دننه ګڼ شمېر هغه ساحې بیا ترمیم او رغول سوي، چي له څو لسیزو جنګونو وروسته په زیاته پیمانه زیانمني سوي وې.
هغه زیاته کړه، چي ددې بنیاد کارونو نه یوازي د پخوانیو ساحو په ترمیم کي اساسي کمک کړی، بلکه د تاریخي سبکونو او هنري معماریو په دوباره وده او پرمختګ کي یې د پام وړ کارونه کړي دي.
ډاکټر عبدالله د فیروز کوه بنیاد مؤسسینو ته په خطاب کي وویل، چي افغان حکومت د تاریخي ساحو په بیا ترمیم، رغونه او کسبونو ته د ودي ورکولو په برخه کي د یاد بنیاد د ټولو هڅو ملاتړ کوي او له خپله طرفه ورسره هر راز اصولي همکارۍ ته ژمنیتا لري.
د فیروز کوه بنیاد دا مهال په کابل کي د نورو ګڼ شمېر هنري او فرهنګي فعالیتونو ترڅنګ یو ښوونځی، کلینیک او د هنري کارونو د زدکړي یو مرکز هم لري.
ددې بنیاد له روزنیزو کارونو فارغ سوي هنرمندان دا مهال د افغانستان په ګډون د نړۍ په مختلفو هیوادونو کي د میناتورۍ، نقاشۍ او ګڼو نورو هنري برخو کي فعالیتونه کوي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcgu79q3ak9zy4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته