د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخې،
د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د پاکستان له لوري د تورخم بندر د تړلو په غبرګون کې وايي چې دغه اقدام نه یوازې دا چې د ثبات په ټینګښت مرسته کوي بلکې د نا امنیو سبب هم کیدای شي.
دا وزارت وايي چې پاکستان څو ځلي دا ډول هڅې کړي خو نتیجه یې نهده ورکړې او خلک یې پر وړاندې دریدلي دي.
د سرحدونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر غفور لېوال وویل، که پاکستان غواړي په زور د یو قوم چې د فرضي کرښې دواړو خواوو ته پروت دی د تګ-راتګ مخه ونیسي نو پایلې به یې خطرناکه وي.
نوموړی له پاکستانه غوښتنه کوي چې له ځنډ پرته دغه لار د مسافرو پرمخ بېرته خلاصه کړي.