دخپریدو نیټه :يکشنبه ۶ میزان ۱۳۹۳ ساعت ۱۸:۲۹
د مطلب کود : 99597
د رویټرز خبرې اژانس د راپور پر وړاندي د مالیې وزارت غبرګون
په دې وروستیو کې رویټرز خبرې اژانس د جانسن، په قلم کښل شوی دی یو راپور خپور کړی دی. په دې راپور کې د مالیې وزارت د خزاینو عمومي رئیس ښاغلي محمد اقا کوهستاني، خبرې ر اخیستل شوي دي، را پور زیاتوي چې افغان حکومت نه شي کولی په راتلونکو څو میاشتو کې د دولتي مامورینو معاشونه پر خپل وخت تادیه کړي. د دې را پور له خپرېدو سره سم کورنیو رسنیو هم دا خبره په ورته بڼه بدرګه کړي او د مالیې له وزارت سره پرله پسې اړیکې نیسي.
د مالیې وزارت د دې را پور د خپرېدو په غبر ګون کې چې په بشپړه توګه یوه نیمګړی راپور دی خپل دریخ په لاندي ډول بیا نوي:
د نوي ۱۳۹۳ کال له پیله چې افغان دولت د ټاکنو د پروسې له یو اوږد مهاله کړکېچن بهیر سره مخ شو او په ټولو اقتصادي چارو یې منفي اغېز اچولی، په ځانګړي توګه په مالي چارو او ترڅنګه یې د دولت بودجې ته سخت زیان اړولی دی.
له دې ټولو ستونزو سره سره د مالیې وزارت د یو ښه مدیریت په لرلو سره وکولای شول چې د دولتي مامورینو اندېښنې لیري کړي او معاشونه په خپل وخت سره تادیه کړي. مالیه وزارت دغه خپور شوی راپور په کلکه ردوي.
هر کال په اوږدو کې د مالیې وزارت هڅه کړی چې د مبارکو ورځو، کوچني او لوی اختر په را رسېدو سره د مامور ینو ماشونه تر دې مبارکو ورځو مخکې اجرا کړي، تر څو هیوادوال دغه سپېڅلې ورځې په ښو شرایطو کې تېرې کړي.
لکه څرنګه چې زمونږ دملي بودجې عادي لګښتونه د کورنیو عوایدو څخه تمویلېږي، په دې وروستیو کې زمونږ عواید راکم شوي دي چې نېغ په نېغه یې په ملي بدجه اثر کړی او له خپل ټاکلي هدف څخه وروسته پاتي دي. نو په همدې اساس دولت په خپله خزانه کې ټاکلي اندازه ذخیره نه لري چې د ۱۳۹۳ کال د تلې میاشتې چې د دې میاشتي له لومړنۍ لسمې سره برابره ده، تر ۱۵ نېټې مخکې ماشونه ور نه کړی شول، نو په همدې اساس موږ ونه شو کولی چې د روانې میاشتي ماشونه اجرا کړو.
ښاغلي او اغلې، مامورین دي په دې ډاډه وي چې د تلې میاشتې ماشونه به هم د نورو میاشتو په څېر په خپل وخت سره تر لاسه کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgun9y.ak9yy4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته