دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۵ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۴۹
د مطلب کود : 131673
دبروکسل ناسته او په سلونو معترض ږغونه
د بروکسل دکنفرانس دمحل څخه دباندی سلهاوو خلګ د خلګو دعالی شورا هواداران ( دروشنایی غورځنګ) داعتراض یو تجمع رامنځته کړی وو.

د بروکسل دکنفرانس دمحل څخه دباندی سلهاوو خلګ د خلګو دعالی شورا هواداران ( دروشنایی غورځنګ) داعتراض یو تجمع رامنځته کړی وو.
اعتراض کوونکی اعلام کړی وو چی د انسانی مطالبی دطرحی، عدالت، برابری او رواداری لپاره یوځای سوی دی تر څو دهغوی خبری نړی واوری چی دستم او تبعیض څخه په تنګ راغلی دی.
د روشنایی غورځنګ مخکی اعلان کړی وو چی دبین المللی مرسته کوونکو څخه به وغواړو چی خارجی همکاری باید دافغانستان په مختلفو مناطقو کی په متوازن ډول په مصرف ورسیږی.
افغانستان او داروپا اتحادیه همداسی سند د ( پرمخ لاره ) په نامه امضا کړی وو چی دهغه محتوا د افغانستانی پناهنده ګانو دبیرته ګرځونی لپاره وو چی دپناهنده ګانو غوښتنی په اروپایی هیوادو کی رد کیږی.
آلمان هم خپل همکاریانی ددی لپاره کړی دی چی افغانستان خپل مهاجرین بیرته خپل هیواد ته راوړی.
ډیر تعداد خلګ د بروکسل دکنفرانس دمحل نه دباندی تجمع کړی وو او داروپا د اتحادیی تصمیم د پناهجویانو دبیرته ګرځونی لپاره اعتراض کړی وو.
کارپوهان وایی هغه څه چی دبروکسل په ناسته کی د افغانستان په نفع تمام سوه، لزوما هغه څه نه وو چی په سلهاوو اعتراض کوونکی دهغه لپاره دباندی یوځای سوی وو.
د پوهانو په باور، واقعیت دادی چی دافغانستان دولت او مرسته کوونکی هیوادونه، ډیر تلاش کړی چی د اعتراض کوونکی ږغونه د بروکسل پر توافقاتو او تصمیماتو باندی کوم تاثیر ونه لری. شاید په همدی دلیل دی چی ځینی توافقی عملا د اعتراض کوونکو د غوښتنو سره مغایرت لری.
د افغانستان دولت او مرسته کوونکی هیوادونه، عملا توافق وکړ چی دهمکاریو په مقابل کی باید په سلهاوو زرو مهاجر باید بیرته افغانستان ته وګرځی.
دا هغه څه دی چی د زرهاوو خلګ خشم او ناامیدی د اروپا په سراسر کی منځته راوړی. اعتراض کوونکی استدلال کوی چی دافغانستان مرکزی دولت، دفساد ددرلودلو په دلیل، بی عدالتی، د اقتصادی او اجتماعی متوازن ملی توسعی نه درلودل، قوم ګرایی، امن مناطقوته اولویت نه ورکول، دبودجی دمصرف ناتوانی په زیربنایی برخو کی لکه بریښنا، جادی، امنیت، عمومی خدمات، اشتغالات، تولید او... نه سی کولای چی د زرهاوو او میلیونو خلګو هیلی پوره کړی چی دهغه دمحرومیت له وجی مجبور سوی دی چی خپل کور پریږدی او اروپایی هیوادوته دامن او مرفه لپاره ولاړ سی.
په دی حال، د پوهانو په باور، دافغانستان دولت او مرسته کوونکی هیوادونه لکه آلمان، ظاهرا دا توافق ته رسیدلی دی چی د هغه پناهجویانو غوښتنو او ضرورتونه پیدا کړی چی دافغانستان څخه مهاجر سوی دی او اروپایی هیوادوته د خپلو غوښتنو رسیدو ته تللی دی.
منتقدان وایی چی دا توافق ددی غوښتنو لپاره وو چی داروپایی هیوادونو مرستی دافغانستان دراتلونکی څلورکالو مالی مصارفو لپاره وو او په همدی دلیل اشرف غنی او عبدالله دواړه په مشترک ډول په داناسته کی ګډون کړی وواو ددی غوښتنی سره توافق کړی وو؛ که څه هم شاید د اعتراضاتو دصریح او رسمی اعلانولو څخه مخنیوی کړی دی.
له بله طرفه، د اعتراض کوونکو بله ډله د بروکسل دناستی په نسبت عقیده لری چی خارجی همکاری کوونکی هیوادونه په کافی اندازی سره د افغانستان دولت د ملی او توسعه ای پروژو دعدالت لپاره تر فشار لاندی نه دی راوستلی. حقوق بشر او دبیان آزادی هم د فساد سره دمبارزی ترڅنګ د اعتراض کوونکو نور غوښتنی دی چی دهغوی په باور بین المللی مرسته کوونکی دهغه لپاره جدی تعهدات ددولت څخه دمرستی په مقابل کی واخلی.
په دی حال، د پوهانو په باور، هغه څه چی دبروکسل په ناسته کی رامنځته سوه، په ټول مطلوب او دافغانستان ددولت په ګټه وو؛ خو مشخص نه دی چی آیا لږ څه ددی اعتراض کوونکی غوښتنی هم منظور سوه که نه.

https://avapress.com/vdcguq9qwak9w34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته